ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ورښت او سېلابونو له امله ۸ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان دي

په کندهار کې د ورښت او سېلابونو له امله ۸ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان دي

author avatar
12 Jan 2020 - 17:41
په کندهار کې د ورښت او سېلابونو له امله ۸ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان دي
author avatar
12 Jan 2020 - 17:41

کندهار (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۸): په کندهار کې له تېرې ورځې راهیسې د پرله پسې ورښت او سړو لړۍ پيل شوې چې له امله یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي.

د ورښت او سېلابونو له امله تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۸ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا نن د کندهار د والي په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه جوړه شوه او له اړوندو ادارو غوښتنه وشوه چې له زيانمنو شوو کورنیو سره دې بېړنۍ مرستې وشي.

وضعیت ته په کتو په کندهار ښار او ولسوالیو کې نظامي او ملکي ادارو خپلې شمېرې اعلان کړي او له خلکو یې غوښتي چې په بېړنیو حالاتو کې ورسره اړیکه ونیسي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د پر له پسې ورښت له امله په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو ارغنداب، دامان، سپین بولدک، میوند او نورو کې سېلابونه راوتلي دي.

هغه زیاته کړه، دغو سېلابونو په یو شمېر سیمو کې خلکوته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دی وايي، هغه معلومات چې تر دې مهاله ورته رسېدلي، تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې د درېیو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ورته توګه نن د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د څو کورونو د نړېدو په پېښو کې ۲ تنه (یوه ښځينه او یو نارینه) مړه شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، تر دغو پېښو وروسته د کندهار والي حیات الله حیات په خپله سیمې ته ولاړ، نړېدلي کورونه یې له نږدې ولیدل او له هغوی سره یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرسته وکړه.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر موسی جان سلطاني هم وايي چې له تېرې ورځې راهیسې میرویس روغتون ته د باران او سېلابونو له امله د کورونو د نړېدو له پېښو ۸ مړي او ۱۳ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې خپل پرسونل اماده کړی څو د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو مرستې ته ور ودانګي.

له دغو پېښو وروسته همدا نن د کندهار والي په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د اړوندو ټولو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.