ښرنه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٨): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ سلګونو قومي مشرانو د امنيې له قوماندان سره په ځانګړې ليدنه کي غوښتنه وکړه چې د خلکو د کورونو تلاشي دې د قومي مشرانو په شتون کې ترسره شي.
دوى دا غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې دوه ورځې مخکې پوليسو د برمل ولسوالۍ د ټندي مرغې په سيمه کي کورونه تلاشي کړي وو.
د برمل ولسوالۍ د احمدزي وزيرو قومي مشر ملک پيرمحمد وويل چې حکومت دې د تلاشۍ پر مهال له دقيقې او کره اطلاع په ګټې اخيستنې د کلي د مشر يا ملا امام په شتون کې تلاشي وکړي.
هغه زياته کړه چې د تلاشيو پر مهال ډېری وخت اطلاع ورکوونکی کسان خپلې شخصي موخې لټوي او هغه کورونه تلاشي کوي چي د حکومت همکار وي خو دا ډول کړنې د خلکو او دولت ترمنځ واټن زياتوي.
ملک پير محمد وايي، قبايلو تل د خپل هېواد د ساتنې په خاطر قربانۍ ورکړې او له ډېره وخته راهيسې د سيمې د ځان او کور ساتلو لپاره يو يو ميل وسله لري.
د برمل د باډر کلي اوسېدونکي او د برمل د ځوانانوشورا مشر رحمت الله وزير وويل چې دوه ورځي وړاندې د پوليسو له لوري د يو کور د تلاشۍ له امله د يادې سيمې خلک خپه شوي او دردېدلي دي.
هغه زياته کړه، د پکتيکا امنيه قوماندان له دې امله سرحدي سيمې ته سفر وکړ څو د قبايلو د قربانيو د ستايلو ترڅنګ له هغوى بښنه وغواړي چې نور به دا ډول کړنې نه تکرارېږي.
ده وويل، حکومت بايد د خلکو په خوا کې د هغوى د عزت او ناموس د ساتلو په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو وي.
وزير وويل چې د تلاشۍ پر مهال دې د سيمې دودونه هم په نظر کي ونيول شي او شکي کور دې د کلي د مشرانو په شتون کې تلاشي کړي او مجرم دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان نثار احمد عبدالرحيم زي له قومي مشرانو سره په ناسته کې وويل چې پوليسو د اطلاع پر اساس، يو کور په داسې حال کې تلاشي کړی چي پوليس د اوسېدو خونو ته نه دي ننوتلي او يوازې يې هغه ځای کتلی چى دوى پرې شکي وو.
نوموړي زياته کړه چې پوليس د قانون په چوکاټ کي د ټولو امنيتي ادارو په شتون کې حق لري، هغه ځای تلاشي کړي چي شک پرې کېږي خو زياتوي چي دغه ځل به دتلاشۍ پر مهال د کلي قومي مشران هم ورسره وي.
عبدالرحيمزي د برمل ولسوالۍ د قومي مشرانو مېړانه وستايله او غوښتنه یې ترې وکړه چې د خپلو تېرو مېړانو په نظر کې نيولو سره دې بيا هم د خپل هېواد او خلکو ګټو ته درناوی وکړي او هغه چا ته دې اجازه نه ورکوي چي په قبايلي سيمو کې ستونزې او نا امنۍ رامنځته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن