ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترانسپورټ وزارت د سړک ملي ادارې مسوول څارنوالۍ ته معرفي شو

د ترانسپورټ وزارت د سړک ملي ادارې مسوول څارنوالۍ ته معرفي شو

author avatar
12 Jan 2020 - 16:37
د ترانسپورټ وزارت د سړک ملي ادارې مسوول څارنوالۍ ته معرفي شو
author avatar
12 Jan 2020 - 16:37

کابل(پژواک،۲۲ مرغومی۹۸):د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون د ترانسپورټ وزارت د سړک ملي ادارې مشرشیخ احمد متین څارنوالۍ ته معرفي کړ او له حکومته یې وغوښتل چې دنده یې وځنډوي.

 د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون مشر محمدصادق قادري نن کابل کې یوه خبري ناسته کې شیخ متین په فساد کې په لاس لرلو تورن کړ.

هغه وایي، له شیخ متین نه شکایت شوی چې د ترانسپورټ په برخه کې له خلکو پیسې اخلي او په اړونده اداره کې یې ځینې کسان په ناقانونه توګه له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د پیسو په بدل کې نور کسان مقرر کړي دي.

دی وایي چې په دې اړه تر لاسه کړي اسناد به څارنوالۍ ته ورکړي.

قادري، وايي چې شیخ متین يې څلور ځله دغه کمېسیون ته وغوښت، خو حاضر نه شو او اوس دغه کمېسیون هغه څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

هغه له څارنوالۍ څخه وغوښتل چې په دې اړه د خپلو کړنو معلومات دې په یوه اوونۍ کې د ولسی جرګې د شکایتونو له کمېسیون سره شریک کړي.

ده له حکومته وغوښتل چې د شیخ متین دنده وځنډوي.

د ځمکني ترانسپورټ د انسجام د شورا مشر طلامحمد اتمانزي هم له شیخ متین څخه  شکایت کاوه ویې ویل چې له دوی نه په یو او بل نوم پیسې اخیستل کیږي او داسې اسناد لري چې له ځینو موټرو اخیستل شوې پیسې د دولت خزانې ته نه ځي.

دغه راز د سیدحسین په نوم يوتن چې د ترانسپورټ وزارت د سړک له ملي ادارې منفک شوی هم په نننۍ ناسته کې وویل چې شیخ متین ټول ۱۹۰ کسان له دندو منفک کړي دي.

هغه دعوه کوي چې یو شمېر کسان بېرته ځکه په یاده اداره کی مقرر شوي چې رشوت يې ورکړی، خو ۴۷ تنه ځکه بېرته نه دي مقرر شوي چې پیسې یې نه دي ورکړي.

د ترانسپورټ وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق شناس وویل چې دی د ترانسپورټ په برخه کې د پیسو اخیستل ردوي، خو  د شیخ متین په اړه د ولسی جرګې د شکایتونو کمېسیون د څرګندونو په اړه وایي چې دا شخصي موضوع ده او باید له متین سره خبرې وشي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه شیخ متین سره خبرې وکړو، خو ګرځنده ټیلېفون ته یې د هغه سکرټر ځواب ورکړ، ویې ویل چې متین په یوه ناسته کې بوخت دی او دا مهال خبرې نه شي کولی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.