جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې د احساس په نوم خیريه بنسټ له لوري د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودري د پېښې د يتيمانو پالنې په موخه روزنتون جوړ شو.
مسوولين يې وايي، اوس په دې روزنتون کې ۲۲ يتيمانو ته د زده کړې او پالنې زمينه برابره شوې ده، خو تر دې وروسته به هڅه وشي چې نورو يتيمانو ته هم دلته د اوسېدو زمينه برابره شي.
د تلې مياشتې په ۲۶مه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ جودري سيمه کې د جمعې د لمانځه پرمهال په يوه جومات کې چاودنه شوې وه چې له امله يې نږدې ۷۰ کسان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د سيمې قومي مشر ملک عبدالستار وايي، د جودرې په پېښه کې ۲۶ کورنۍ بې سرپرسته شوي او لسګونه ماشومان يتيمان شوي دي.
په ننګرهار کې د احساس په نوم د دغې خيريه ټولنې مسوول قاري فقيرسعيد هاشمي د مرغومي په ۲۲مه د ياد روزنتون د پرانيستې پرمهال وويل، روزنتون د جودرې د يتيمانو او بې سرپرسته کورنيو د پالنې په موخه جوړ شو.
دی وايي: ((کله چې د جودرې سيمه کې ياده پېښه رامنځته شوه، نو دوی پرېکړه وکړه چې د يادو يتيمانو لپاره يو داسې مرکز جوړ کړي چې د راتلونکي ژوند د ښه کېدو زمينه يې برابره کړي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د يو شمېر خيرغوښتونکو افغانانو په مرسته يې د يتيمانو لپاره دا مرکز جوړ کړ چې ۲۲ يتيمانو ته به د سهار له خوا په خصوصي ښوونځيو کې د زده کړو او تر هغې وروسته د ديني زده کړو ترڅنګ د پالنې زمينه هم برابره شي.
هغه وويل، هڅه کوي راتلونکي کې دا روزنتون يواځې د جودرې پېښې قربانيانو پورې محدود پاتې نه شي او نورو یتيمانو ته هم زمينه برابره کړي.
دغه راز د جمعيت اصلاح افغانستان د ننګرهار مسوول مولوي مير عباس ګوهري وويل، د جګړو پايله دا ده چې مېرمنې کونډې او ماشومان يتيمان شي، خو د ټولنې بډايه خلکو باندې دا فرض دی چې د دغو کسانو لاسنيوی وکړي.
هغه د احساس ټولنې د مسوولينو د دې کار ستاينه وکړه چې په خبره يې د جودرې د هغو يتيمانو پالنې ته يې زمينه برابره کړه او د هغوی د راتلونکي ژوند د ښه کېدو لپاره يې ګام پورته کړ..
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس محمد داوود مجاهد وويل، د جودرې پېښه يو ناورين و چې ياده سيمه کې يې ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کېنولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن