ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د زعفرانو کر ډېر شوی

په بغلان کې د زعفرانو کر ډېر شوی

author avatar
12 Jan 2020 - 16:11
په بغلان کې د زعفرانو کر ډېر شوی
author avatar
12 Jan 2020 - 16:11

پلخمري (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۸): د بغلان د کرنې ریاست مسوولين وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د زعفرانو کر او حاصلات دوه برابره زيات شوي او په راتلونکو څو کلونو کې به د کوکنارو ځای ونيسي.

د کرنې او مالدارۍ رييس عبد الغياث صدیقي د مرغومي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بغلان ولایت ۱۲ ولسوالیو پر څلوېښت جریبه ځمکه چې پخوا پرې کوکنار کرل کېدل، زعفران کرل شوي چې حاصلات يې هم ښه دي.

هغه زياته کړه، د هر کال په تېرېدو سره په بغلان کې د زعفرانو د کر لېوالتیا زياتېږي، تېر کال يې له نهه قطعې کرل شوې ځمکې ۱۷ کيلو زعفران حاصل ترلاسه شوی و، سږ کال له شل قطعې کرل شوې ځمکې ۳۰ کيلو ګرامه زعفران ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زياتوالی په ګوته کوي.

د کرنې رييس وايي، زعفران چې يوه کیلو يې زر امریکايي ډالر بيه لري د کوکنارو ښه بديل دی او د کوکنارو کر ته برابرې ټولې وچې ځمکې د زعفرانو بوټي کرلوته وړ دي ځکه کوکناراوزعفران دواړه لږو اوبو ته اړتيا لري په راتلونکو کلونو کې به زعفران د کوکنارو کروندې ته پای ورکړي .

د دغه ولايت کرنې رياست د کرنیزو چاروامر عبدالقهار ستاري هم په دغه ولایت کې دزعفرانو ترلاسه شويو حاصلاتو څخه خوښ دی

هغه وايي، پنځه کاله وړاندې په بغلان کې د زعفرانو بوټي کرل شوي وو خول له هغه وروسته یې د ودې او له کروندګرو سره مالي مرستو په برخه کې د نه لاسنيوي له امله د زعفرانو پر ځای کوکنارو کښت وده کړې وه خو  له دوو کلونو راهيسې کروندګرو يو ځل بيا زعفران کرلي او ښه عايد يې ترلاسه کړى دى.

ده زياته کړه، په بغلان کې د زعفرانو بوټي کروندګرو لپاره يې ۱۵۰ ټولنې جوړې کړي او د همدې ټولنو له لارې يې ۲۱ د زعفران بوټو وچوونکي ماشینونه ویشلي چې د حاصلاتو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې را منځته کړي.

د بغلان ولایت په اندراب سيمه کې د زعفرانو کروندګر عبدالبصیرخان وايي، له لسو کلونو راهیسې زعفران کري او هر کال ترې تر شپږ سوه زره افغانیو حاصل ترلاسه کوي.

هغه پژواک ته وويل زعفران د کوکنارو ښه بديل او د کوکنارو په پرتله يې حاصل هم څو برابره زيات دی.

د نوموړي په وينا، دی هر کال په کې تازه تجربې ترلاسه کوي سږ کال يې له یو جریب ځمکې د پنځه سوه زره افغانیو تخمي پياز، د کرنې پر ریاست پلورلي چې د کوکنارو د حاصلاتو په پرتله پنځه برابره زیاتې پيسې دي.

عبدالبصیر وايي، یونیم جریب ځمکې زعفران یې ژوند بدل کړی که څوک غواړي اقتصاد يې ښه شي زعفران دې وکري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.