د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ورښت او سېلابونو له امله ۸ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان دي

په کندهار کې د ورښت او سېلابونو له امله ۸ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان دي

Jan 12, 2020 - 17:41

کندهار (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۸): په کندهار کې له تېرې ورځې راهیسې د پرله پسې ورښت او سړو لړۍ پيل شوې چې له امله یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي.

د ورښت او سېلابونو له امله تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۸ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا نن د کندهار د والي په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه جوړه شوه او له اړوندو ادارو غوښتنه وشوه چې له زيانمنو شوو کورنیو سره دې بېړنۍ مرستې وشي.

وضعیت ته په کتو په کندهار ښار او ولسوالیو کې نظامي او ملکي ادارو خپلې شمېرې اعلان کړي او له خلکو یې غوښتي چې په بېړنیو حالاتو کې ورسره اړیکه ونیسي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د پر له پسې ورښت له امله په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو ارغنداب، دامان، سپین بولدک، میوند او نورو کې سېلابونه راوتلي دي.

هغه زیاته کړه، دغو سېلابونو په یو شمېر سیمو کې خلکوته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دی وايي، هغه معلومات چې تر دې مهاله ورته رسېدلي، تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو په پېښه کې د درېیو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ورته توګه نن د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د څو کورونو د نړېدو په پېښو کې ۲ تنه (یوه ښځينه او یو نارینه) مړه شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، تر دغو پېښو وروسته د کندهار والي حیات الله حیات په خپله سیمې ته ولاړ، نړېدلي کورونه یې له نږدې ولیدل او له هغوی سره یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرسته وکړه.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر موسی جان سلطاني هم وايي چې له تېرې ورځې راهیسې میرویس روغتون ته د باران او سېلابونو له امله د کورونو د نړېدو له پېښو ۸ مړي او ۱۳ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې خپل پرسونل اماده کړی څو د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو مرستې ته ور ودانګي.

له دغو پېښو وروسته همدا نن د کندهار والي په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د اړوندو ټولو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی وو.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، کمېټه دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو لاسنیوی وکړي.

هغه د مرستیال والي عبدالحنان منیب په مشرۍ یوه بله کمېټه جوړه کړه څو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پېښو پر مهال پر وخت رسیدګي وکړي چې ۵ د سروې ټیمونه به یې هم مرسته کوي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي وايي، د ښاروالۍ مشورتي بورډ، د ګذر وکیلانو او د ناحیو پرسونل په ګډه له تېرې شپې راهیسې هڅې پیل کړي څو سېلاب ځپلې کورنۍ په نښه کړي او بېړنۍ مرستې ور ورسوي.

په دغه غونډه کې د یو شمېر خیریه ادارو استازو ډاډ ورکړ چې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې لپاره چمتووالی لری.

د یادونې ده چې تېر کال هم د ژمي په موسم کې ورښتونو او سېلابونو په کندهار ښار او ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan