کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٨): د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې، د مخابراتو وزارت اړوند د پست اداره پر یوه خپلواکه اداره بدله شوې ده.
په دې اړه د ولسمشر اشرف غني په حکم کې چې پرون يې صادر کړى، راغلي چې د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د پستي خدمتونو د پراختيا په موخه او د نړيوالو شاخصونو په رڼا کې د پست اداره پر خپلواکه اداره بدله شوه.
د ولسمشر حکم اته مادې لري چې په کې اړوندو وزارتونو ته سپارښتنې شوې چې (د افغان پسټ شرکت) اړوند کارونه ژر تر ژره تنظيم کړي.
د افغان پست ادارې پخوانى رييس احمد وحيد د نوي شرکت د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د خپلواکې ادارې په جوړېدو سره به د دوى عوايد زيات شي، خلکو ته به د کار زمينه او مراجعينو ته به اسانتياوې برابرې شي.
نوموړي زياته کړه چې اداره يې په روان زېږديز کال کې تر اوسه ٥١٠ ميليونه افغانۍ عايد درلود او په ټول هېواد کې تر زرو زياتو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
وحيد وايي چې اوسمهال په ټول هېواد کې ٤٦٣ پسته خانې فعاليت کوي.
د افغان پست شرکت نوي رييس د خپلو خدماتو په اړه وويل چې دوى شخصي او دولتي شيان ټولې نړۍ ته لېږي، په ټول هېواد کې نوي جوړ شوي پاسپورټونه توزيع کوي.
د هغه په وينا، دوى د نړيوالې او سيمه ييزې پسته خانې غړيتوب هم لري.
ده زياته کړه چې په راتلونکې کې دوى غواړي مالي خدمات زيات او لوجستيکي فعاليتونه هم پيل کړي.
د يادونې وړ ده، په افغانستان کې پستي خدمات د لومړي ځل لپاره په ١٨٧٠ زېږديز کال کې د امير شېرعلي خان په وخت کې پيل شول، خو بيا یې د امان الله خان په دوره کې په ١٩١٨ کال کې په نوې بڼه فعاليت پيل کړ.
افغانستان په ١٩٢٨ کال کې د نړيوال پست غړيتوب ترلاسه کړ، خو په هېواد کې د جنګونو له امله د اداره هم زيانمنه هم شوه.
خو په ٢٠٠١ زېږديز کال کې په هېواد کې د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو سره د نورو ادارو ترڅنګ دا اداره هم بېرته فعاله شوه.
بايد وويل شي چې په افغانستان کې څو خصوصي شرکتونه هم د پست خدمات وړاندې کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن