ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د کليو پراختيا رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

author avatar
13 Jan 2020 - 17:08
author avatar
13 Jan 2020 - 17:08

خوست ښار (پژواک، ۲۳  مرغومی ۹۸): د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رياست لپاره نوې جوړه شوې اداري ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې په عصري او مجهز ډول په درې پوړونو کې جوړه شوې، د حلقوي سړک پرغاړه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ترڅنګ موقعیت لري.

د خوست والي محمد حليم فدايي د مرغومي په ٢٣مه، ددغې ودانۍ د پرانيستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، پردې ودانۍ ۱۶.۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې چارې يې په تېر يوه کال کې بشپړې شوې دي.

د والي په وينا، په دې سره د اړونده رياست مامورينو لپاره يو مناسب کاري چاپيريال رامنځته شو، چې پر مټ به يې مراجعينو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

بل پلو د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رياست رييس عاشق الله اخلاص يار پژواک اژانس ته وويل، هغه ودانۍ چې دوی په کې له دې وړاندې دفتري کارونه مخکې وړل، د دوی لپاره مناسبه نه وه.

د اخلاص يار په وينا، چې په نوې جوړه شوې ودانۍ کې د مناسب کاري چاپيريال ترڅنګ د مامورينو لپاره  انټرنټ او نور عصري وسايل هم شتون لري.

د‌ ذبيح الله په نوم ددغه ریاست يو تن مامور هم پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، هغه تعمير چې له دې وړاندې يې په کې خپلې دفتري چارې مخکې وړلې، خونې يې ډېرې تنګې وې، خو اوس يې دا ستونزه حل شوه.

په ورته وخت کې د کلیو پراختیا او بيارغونې رياست د نوې اداري ودانۍ د پرانيستې ترڅنګ د ۶ ميليونه افغانيو په لګښت د کليوالي اقتصاد د توانمندۍ برنامې لپاره د يو دفتر او همدا ډول د يوه پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.