د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فاریاب کې د بازار د اړتیا وړ ځیني سابه ښځې برابروي

فاریاب کې د بازار د اړتیا وړ ځیني سابه ښځې برابروي

Jan 13, 2020 - 19:42

ميمنه (پژواک، ٢٣مرغومی ٩٨): د فاریاب زرګونه ښځې د کورنیو باغچو په رامنځته کولو سره پر کار بوختې دي، چې له یوې د خپلو کورنیو اقتصاد پیاوړی کوي او بل هم د بازار د اړتیا وړ ځیني سابه هم برابروي.

ډېری دغه ښځې د کرنې او مالدارۍ ادارې او له دې ادارې سره د همکارو موسسو له خوا له تخنیکي او مالي پلوه حمایه کېږي.

د یادو ښځو له ډلې یوه ماه ګل ده چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د سبو د کښت او خرڅلاو له لارې د اته کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

ماه ګل پژواک ته وویل: ((خاوند مې ناورغ او سپین ږیری دی، کار نه شي کولای، ژوند مو ښه نه و، د کور ترڅنګ مو یوه ټوټه ځمکه درلوده، له کرنې ریاسته مو یو شنه خونه او د سبو څو ډوله تخمونه واخیستل، موږ ته یې د کښت طریقه وښوده، یو کال مو په شنې خونه کې کښت وکړ، د اوبو له څاه استفاده کوو، کله چې حاصل وکړي په بازار کې یې پلورو.))

هغې زیاته کړه، په اوړي کې هره ورځ له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو سابه لکه کاهو، تراتېزک، ګندنی، پیاز او بانجان پلوري.

دې ښځې وویل، ۴۰ کلنې جګړې خلک تباه کړل، کونډې او یتیمان ډېر شول، که جګړه نه وای افغانستان به هم د نورو هېوادونو په څېر پرمختګ کړی و او هغه وخت به مو ښه ژوند درلود او د ژوند پر معنا به پوه وو.

سهیلا د میمنې ښار د درېیمې ناحیې اړوند په تاتار خانه کې ژوند کوي، د کرنې په برخه کې یې ورسره خاوند مرسته کوي؛ ځمکه کښت ته تیاروي، پاتې کار لکه خړوبونه، للون، بسته بندي خپله ترسره کوي او د ځکمې حاصل یې زامن په بازار کې پلوري.

هغې وویل، په ژمي کې تر پلاستیک لاندې او دغه راز په شنې خونه کې د ګلونو تخم او قلمې روزي او په پسرلي کې یې پلوري، په پسرلي کې بیا سابه کري او تر مني یې بازار ته عرضه کوي، د سبو د حاصل په پیسو د اولادونو د ښوونځي، جامو او کتابچو او کور لګښت پوره کوي.

هغې هم د نورو ښځو په څېر هیله لرله چې په هېواد کې ژر تر ژره سوله راشي او جګړه، چاودنې او ورور وژنه پای ته ورسېږي او اولادونه یې د امن تر سیوري لاندې زده کړې وکړي، هېواد، مور، پلار او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د نوموړې خاوند معاذالله وویل، مخکې یې په اطلاعات او کلتور ریاست کې دنده درلوده، ژوند یې ښه نه و، خو له کله راهیسې چې له خپلې مېرمنې سره د ګلونو او سبو کښت پیل کړی او حاصل یې بازار ته عرضه کړي، ډېر خوشاله دی.

معاذالله زیاته کړه، د انګړ پراخوالی یې شاوخوا ۴۰۰ متره مربع دی چې هر پسرلی ترې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰زره افغانۍ نیالګي او بېلابېلې قلمې پلوري او هر اوړی ترې د ۶۰زره افغانیو په ارزښت سابه لکه رومیان، بامیه، مرچ او پیاز پلوري.

د میمنې ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکې ثریا وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې سابه کري، د ۱۲ کسیز کور لپاره پرې نفقه برابروي.

هغې چې د کاهو پر پوجي بوخته وه، پژواک ته وویل، دولت باید د دوی محصولاتو ته د پلور زمینه برابره کړي، په بازار کې د سبو بیې ټيټې دي.

د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکې مریم ((مستعار نوم)) که څه هم نه غواړي د کمرې مخې ته خبرې وکړي وویل، دوه کاله مخکې له پوهنتونه فارغه ده، په ټولنه کې د محدودیتونو او مناسب کار د فرصت د نه موجودیت له امله په کور کې بېکاره وه، د انګړ په یوه برخه کې یې سابه وکرل خو ونه توانېدله چې ښه حاصل ترې واخلي.

هغې زیاته کړه، د کرنې د بڼوالۍ د ملي پروژې له لارې یې یو ګرین هاوس او د سبو د تخم د کښت وسایل ترلاسه کړل، څو ځله د پروژې کاکوونکو د کښت په اړه را ته لارښوونې وکړې، اوس په کلي کې د پېژندل شوي بزګر په توګه له خپل کاره ښه حاصل ترلاسه کوي، مخکې یې د اړتیا وړ سابه له بازاره اخیستل خو اوس خپل کرنیز محصولات په بازار او کلي کې پلوري.

د فاریاب د کرنې په اداره کې د کورني اقتصاد د پیاوړي کولو د برخې مدیر بادام ګل ابراهیمي وویل، د کورنیو باغچو او ګرین هاوسونو جوړول، د وسایلو او سبو د اصلاح شوو تخمونو وېش د کورنۍ اقتصاد په ځانګړې توګه ښځو د تقویې لپاره ډېر اغېزمن تمام شوي دي.

مېرمن ابرهیمي پژواک ته وویل، ښځې اوس پوهېدلې چې څه ډول کولای شي خپلې اقتصادي ستونزې حل او له کورنۍ سره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: ((داسې ښځه پېژني چې د ۱۲ کسیزې کورنۍ لګښتونه د سبو د کښت له لارې پوره کوي.))

د نوموړې په خبره، ډېری هغه ښځې چې په کورنیو باغچو او ګرین هاوسونو کې بوختې دي، مېړونه، اولادونه او وروڼه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، د ګټې کس نه لري او له ستونزو ډک ژوند تېروي.

هغې زیاته کړه، تصمیم لري چې په ۱۳۹۹ کال کې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې خپل فعالیت پراخ کړي او ښځو ته د زعفرانو او سویابینو د کښت لپاره د کرنیزو ځمکو ټوټې ځانګړې کړي.

بلخوا په فاریاب کې د بڼوالۍ د ملي پروژې همغږي کوونکي محمد اسلم حامد وویل، یاده پروژه په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پیل شوه چې تر اوسه یې د شنو خونو، کورنیو باغچو، د محصولاتو د پروسس مرکز په جوړولو له ۱۳زره ډېرو ښځو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

حامد زیاته کړه، یاد شمېر ښځې د خپلو اړتیاوو پوره کولو سربېره د سبو د تولید له لارې د کورنیو اقتصاد پیاوړی کړی او د بازار اړتیا یې پوره کړې ده، اوس له نورو ولایتونو څخه د سبو واردات کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، د بڼوالۍ ملي پرګرام موخه د ښځو پیاوړتیا، ملاتړ او د دوی د اقتصادي وضعیت ښه کول دي چې په لومړي کال په میمنې ښار او خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ۱۵۵۰ ښځې روزلې او وروسته یې پښتونکوټ، شيرین تګاب او اندخوی ولسوالیو ته د کاري سیمې په پراخولو هر کال شاوخوا ۲۰۰۰ ښځې او په ټوله کې یې تر اوسه ١٤٢٤٨ ښځو ته روزنه ورکړې او پر کار بوختې دي.

هغه څرګنده کړه چې چې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د بڼوالۍ ملي پرګرام، د مېرمنو له قشره درې کارکوونکې لري او په هره ولسوالۍ کې د اړتیا له مخې، مخکښې لوستې مېرمنې د بزګر په توګه ګومارل کېږي او زده کړې ورکول کېږي چې هر بزګر د ۲۵ کسانو یو ګروپ پر غاړه لري او زده کړې ورکوي، اصلاح شوي تخمونه توزیع کوي، په ژمي کې سابه او په پسرلي کې نیالګي تولیدوي په یاو برخو کې د مارکېټ نیمګړتیا پوره کوي.

د بڼوالۍ ملي پروګرام مسوول د خپلو خبرو په دوام وویل، د دې لپاره هغه محصولات چې نه پلورل کېږي، فاسد او له منځه ولاړ نه شي، د اچار، چکني او مربا د پروسس وسایل په مرکز کې ایجاد او توزیع شي چې ۲۱۰۰ کسان په ۲۱ مرکزونو کې د پروسس په زده کړه اخته دي او په همدې حال کې یې له عرضې او عایداتو راپور ورکوي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د سبزیجاتو د تولیدوونکو بنسټ یې هم په میمنې ښار کې تازه جوړ کړی او ټاکل شوې دا ډول بنسټونه ډېر شي او د تدارکاتو په ناستو کې کډون وکړي.

د نوموړي د خبرو پر اساس، د ولسمشر د فرمان له مخې، قراردادیان اړ دي د بیې په بدلون سره د ښځو له خوا چمتو شوي پنځه سلنه تولیدات وپېري.

هغه د باغدارۍ ملي پروژه کې د ښځو عمده ستونزې د اوبو کموالی وباله او ویې ویل چې په اندخوی ولسوالۍ کې ان د څښلو له اوبو چې په پیسو یې پېري، په کرونده کې استفاده کېږي، خو د بڼوالۍ ملي پروګرام په هڅه کې دی، څو د څاڅکو سیستم معرفي کړي او هم له څاه د اوبو په را ایستلو کې برېښنا کمه مصرف شي.

بلخوا د فاریاب د کرنې او ابو لګولو رییس عبدالکریم فرزام وویل چې د کرنې وزارت، په دغه ولایت کې یې یوازې د ښځو د پیاړتیا پروژو لپاره ډېرې پیسې ځانګړې کړې، ۱۵زره کورنۍ باغچې، ۸۴ واړه او ۸ لوی حوضونه، ۲۱ د مېوې او سبزیو د پروسس مرکزونه، ۱۰۰۰ د وړو چرګانو فارمونه او یو یې د سبزیو د تولیدوونکو بنسټ جوړ کړي دي.

د فرزام په خبره، د هرې کورنۍ باغچې د وسایلو برابرول او اماده کول، پر فني او مسلکي زده کړو سربېره لس زره افغانۍ بیه لري، د مایکرو ګرین حوض او لویو حوضونو بیه څو برابره کېږي.

هغه وویل چې په پروګرامونو او یادو پروژو کې ۲۵ مېرمنې غړیتوب لري، ۶۰ کسان د کرنې له پوهنځیو د مخکښو بزګرانو په توګه ګومارلې او زده کړې کوي، څو هغوی له یوې خوا مهارت او تجربه ترلاسه کړي او له بلې خوا مېرمنې کلیوالي سیمو ته وهڅول او رهنمايي شي.

همداراز نوموړي زیاته کړه چې د کرنې ادارې د دغه پروګرام په تطبیق سره ۱۵۰۰ ښځو ته د زعفرانو د تولید په ټولو فعالیتونو کې روزنه ورکړې ده چې د زعفرانو کښتونو له پاتې چارو پرته د محصولاتو له راټولولو تر پروسس پورې د ښځو له خوا ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه له ۱۸زره ډېر کسان په مستقیم ډول د کرنې پروژو تر پوښښ لاندې راغلي، مهارت یې لوړ شوی، هغه مېرمنې دي چې په جګړه کې زیانمنې شوې، کونډې، یتیمان او بې ځایه شوي، د کور سرپرست یې له لاسه وکړی او د خپلو کورونو اړتیا پوره کوونکي دي او ۹۱زره کورنۍ په غیر مستقیم ډول د مېرمنو د خدمتونو تر پوښښ لاندې دي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رییس عبدالکریم فرزام وویل چې کورنۍ باغچې او ګرین حوضونه د فاریاب ولایت د بازار له ۴۰ سلنه ډېرې اړتیاوې د سبزیجاتو لکه رومي بانجانو، تورو بانجان، پالک، ګندني، ګشنیزو، مرچکو او نورو بوټو تامینیږي.

فرزام، ناامني او د مېرمنو د محصولاتو د پلور لپاره د مارکېټ نه شتون له عمده ستونزو بلل او ویې ویل چې په سیمو کې د جګړې دوام د دې لامل شوی، مېرمنې په کور کې مقیدې وي، په بې غمۍ تګ او راتګ نه شي کولای او همداراز کله چې په اوړي کي د دوی محصولات پر یوه وخت ورسېږي، بیې یې ټیټېږي، په لږو پیسو یې پلوري او خواشینې کېږي.

په همدې حال کې د فاریاب د حج او اوقافو رییس مولوي ګل احمد لطفي، د مېرمنو لپاره د با عزتې کارموندنې په اړه د کرنې وزارت له اقداماتو او پروګرامونو ستاینه وکړه، ویې ویل چې ښځې د سړو په څېر حق لري په مختلفو برخو کې د زده کړې، تحصلي، ټولنیزو، اقتصادي، روغتیایي، کرنې او سوداګریزو ډګرونو کې فعال شتون ولري، څو خپلې، د کورنۍ او ټولنې اړتیاړې پوره کړي.

لطفي وویل، هغه مېرمنې چې د سبزیو پر کښت او تولید او یا کرنه بوختې دي، هغوی د ټولنې ډېر اهمیت لرونکي کسان دي، له یوې خوا کار کوي، خپلې او د کورنۍ اړتیاوې یې پوره کړې، محصولات په بازارونو کې پلوري، په ټولنه کې یې عزت او وقار ډېر دی او له بلې خوا په اقتصادي پرمختګ او د هېواد په سوکالۍ کې برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې د جنګ دوام، ګډوالي، بې وزلي او تنګ لاسي ډېری مېرمنې پر سړکونو سوال کولو ته اړې کړې؛ دولت، موسسې، سوداګر، دیني عالمان ځوانان او ټول مسوولیت لري څو مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړي، چې هغوی په فساد او تن فروشي پورې ونه تړلې شي.

دغه عالم او د دیني علومو شنونکي زیاته کړه چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې د راکړې ورکړې لپاره مشخص مارکېټ لري، په اسانۍ سره له یو بل سره پېر او پلور کوي. سیمه ییز حکومت او د میمنې ښاروالي باید د مېرمنو لپاره مارکېټ جوړ کړي، څو نورې مېرمنې هم د کرنې د پرمختیا لپاره وهڅول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement