کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۸): ناپېژاندو وسله والو تېر ماښام د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د ملک افريدي په نوم یو قومي مشر وژلی دی.
د ميدان وردګو د والي وياند مُحب الله شريفزي د مرغومي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ملک افريدی تېره ورځ په داسې حال کې د میدان ښار اړوند د داوودخان پروژې په سیمه کې د ناپېژاندو کسانو پر ډزو ووژل شو چې د ماښام له لمانځه وروسته له جوماته خپل کور ته روان و.
هغه وایي چې تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د ميرويس امرخېل په نوم یوه کس په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: «ملک افريدى په داسې حال کې چې له جومات نه کور ته په لاره وه، په شهادت ورسېد، هغه يو زړور، زړه سوانده، زموږ د قوم سپين ږيرى او د جرګو او مرکو سړى و.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن