ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ښځينه فعالانې: تر سولې وروسته ولسواليو کې د حقوقو په تړاو عامه پوهاوى کوو

author avatar
14 Jan 2020 - 10:58
author avatar
14 Jan 2020 - 10:58

مزارشريف ( پژواک، ٢٤ مرغومی ۹۸) : په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع يو شمېر ټولنې وايي، چې د سولې راتګ سره به ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته د مېرمنو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه وغځوي.

دوی زياتوي، د نا امنيو په زياتېدو سره هغه عوامل هم زيات شوي، چې له امله يې تاوتريخوالی زياتېږي.

د ښځو د حقونو د دغو فعالانو په وينا، د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه بايد د روانې جګړې او تاوتريخوالي پای ته رسېدو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.

د بلخ پوهنتون استاده او د افغان ښځو شبکې غړې مېرمن ماريا رهين وايي چې په تېرو شاوخوا دوه لسيزو کې د افغان مېرمنو په ژوند کې ګڼ مثبت بدلونونه راغلي دي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دمګړۍ په ټول هېواد کې لسګونه زره نجونې ښوونځيو ته ځي، زرګونه مېرمنې رسمي دندې لري او همدا راز زيات شمېر افغان مېرمنې پر ټولنيزو، سياسي او سوداګريزو فعاليتونو بوختې دي.

خو د مېرمن رهين په خبره، د ښځو په ژوند کې دغه بدلونونه او پرمختګونه تر ډېره تر ښارونو او امنو سيمو پورې محدود دي.

نوموړې وايي: (( موږ په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د بلخ تر ټولو لرې پرتو سيمو ته هم تللې يو، هلته مو د ښځو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي کمپاين کړی؛ خو اوس وضعيت بدل دی او له ښاره د باندې ډېری ولسواليو کې جګړې روانې دي.))

هغې زياته کړه چې که سوله وشي او روان جنګ پاى ته ورسېږي؛ نو بېرته به د ښاري فعالو مېرمنو او کليوالي ښځو تر منځ د راشه درشه اړيکې زياتې شی، چې له دې سره به تاوتريخوالی هم راکم شي.

مېرمن رهين که څه هم وايي، چې په ښاري او امنو سيمو کې د مېرمنو د حقونو د فعالانو او ټولنو فعاليتونه د ښځو د جرئت زياتېدو سبب شوي؛ خو زياتوي، چې د امنيت او سولې په راتګ او کليو ته له لاسرسي سره به دغه وضعيت له محدود حالت څخه عام حالت ته واوړي.

ازيتا هاشمي تازه د بلخ پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه فارغه شوې؛ خو له تېرو څو کلونو را هيسې د ښځو د حقونو برخه کې فعاليت کوي.

هغې پژواک ته وويل چې د افغانستان په مروجه قوانينو کې ښځې مهم او غوره ځای لري؛ خو په ټولنه کې بيا دغه قشر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د هاشمي په وينا، په لرې پرتو سيمو کې اوس هم ډېری مېرمنې نه پوهېږي، چې څه حقوق او وجايب لري.

مېرمن ازيتا زياته کړه: (( لا هم زموږ په لرې پرتو سيمو کې ډېری مېرمنې فکر کوي، چې پر دوی باندې خشونت کول او د خاوند يا د کورنۍ د نورو غړو له خوا د ښځو وهل او ټکول روا او قانوني عمل دی)).

نوموړې وايي، چې د دې تر څنګ کليوالې مېرمنې حتی نه شي کولای، چې پر دوی باندې د روان تاوتريخوالي په تړاو غږ پورته کړي؛ ځکه په خبره يې چې ډېری کلي لا هم نا امنه او يا هم د جګړو مرکزونه دي.

هغې وويل، که سوله وشي او جنګ ختم شي؛ نو د دې په څېر لسګونه نورې فعالې مېرمنې حاضرې دي، چې کلي په کلي او کور په کور وګرځي او ښځې له خپلو حقونو څخه خبرې کړي.

د نوموړې په وينا، د روانې جګړې تر ټولو ډېر زيان مېرمنو ته رسېدلی او زياتوي، چې د ممکنه سولې ډېره ګټه به هم مېرمنو ته ورسېږي، ځکه په خبره يې چې د جګړه ييزو سيمو ښځې به قانون او عدالت ته لاسرسی پيدا کړي.

شپاړلس کلنه شګوفه (مستعار نوم) د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې تېر کال يې ښوونځی د اتم ټولګي له بشپړولو وروسته پرېيښی دی.

هغې زياته کړه چې د کليوالي دود او دستور او د وسله والو له وېرې يې کورنۍ اړ شوه، چې دا له ښوونځي څخه راوباسي.

شګوفې پژواک ته وويل: (( زموږ په سيمه کې نجونې او ښځې حتی د دې حق نه لري، چې د خپل راتلونکي په اړه خپله تصميم ونيسي. ما غوښتل چې زده کړو ته دوام ورکړم؛ خو پر کلي د حاکمو سنتي دودونو له امله مې دغه ارمان نيمګړی پاتې شو)).

هغه وايي، که جګړه نه وي او د مېرمنو د حقونو برخه کې يې په سيمه کې کار وشي؛ نو ورسره د مېرمنو  حقونو په تړاو، د خلکو په ذهنونو کې د مثبت بدلون راتلو امکانات ډېر زيات دي.

نوموړې هيله لري، چې جګړه به ژر ختمه شي او دا به وکولای شي، چې بېرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

شګوفې په خپلو خبرو کې دا ګيله هم وکړه، چې په تېرو کلونو کې د ښځو د حقونو په تړاو عامه پوهاوي رامنځته کېدو برخې سره تر ډېره پروژوي چلند شوی او يواځې څو محدود شمېر مېرمنو ته يې ګټه رسېدلې ده.

هغې زياته کړه، چې حکومت بايد اوس تر ډېره د کليوالي مېرمنو د وضعيت او ژوند بدلېدو برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړې له طالبانو هم غواړي، چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړای شي.

په ورته مهال د بلخ د ښځو چارو رييسه شهلا حديد وايي، چې د سولې په راتلو سره به دوی وکولای شي، چې لرې پرتو سيمو ته هم خپل پروګرامونه وغځوي.

هغه زياتوي، چې نا امني تر ټولو ستره ستونزه  ده، چې په ځينو ځايونو کې د د وی د کار او فعاليت پر وړاندې خنډ ګرځېدلې ده.

د مېرمن حديد په خبره، که د سولې روان مذاکرات نتيجه ورکړي او طالبان له حکومت سره د جګړې په پای ته رسېدو هوکړې ته ورسېږي؛ نو دا به د هغو خلکو لپاره تر ټولو ښه زېری وي، چې دمګړۍ د جنګونو له امله له خپلو حقونو څخه محروم او ناخبره دي.

د بلخ د ښځو چارو رييسه وايي، چې په وروستيو کلونو کې په ښاري سيمو کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو کچه راټيټه شوې او دليل يې هم دا يادوي، چې خلک تر ډېره له هغو قوانينو څخه خبر شوي، چې له مخې يې د ښځو حقوق پېژندل کېږي.

بلخ کې د ښځو د حقونو فعالانې او د مېرمنو له حقونو څخه د دفاع ټولنې ټينګار کوي، چې څومره ژر کېدای شي؛ نو روانه جګړه دې پاې ته ورسول شوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.