ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار معارف له کلتوري، اخلاقي او مالي یرغل سره مخ دی”

author avatar
14 Jan 2020 - 17:23
author avatar
14 Jan 2020 - 17:23

کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې ریاست له کلتوري، اخلاقي او مالي یرغل سره مخ دی او دوی یې د سمون او بدلون هڅې پيل کړې دي.

دا څرګندونې په هغه خبري غونډه کې وشوې چې د کندهار د پوهنې په بهیر کې د روانو اصلاحاتو او بدلونونو په تړاو په ولایت مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي حیات الله حیات او د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان د پوهنې د بهیر اړوند د تېرو څلورو میاشتو د کړنو او بدلونونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د کندهار والي وویل، د هغې ژمنې پر بنسټ چې څو میاشتې مخکې د ولسمشر پر وړاندې د معارف او روغتیا په ریاستونو کې د اصلاحاتو په اړه شوې وه، یو لړ اقدمات شوي دي.

هغه زیاته کړه، څلور میاشتې مخکې د کندهار د پوهنې ریاست لپاره نوی رییس د یوې رڼې پروسې له لارې وټاکل شو.

دی وايي، د دې لپاره چې د بدلونونو او اصلاحاتو په راوستو کې پر رییس فشار کم وي، له هغه سره په څنګ کې یې له اکاډمیکو او پوهو کسانو جوړه یوه شورا هم ګومارلې چې ټولې چارې په مشوره تر سره کوي.

د ده په خبره، دغه شورا په مالي، اداري او تدریسي برخو کې کار کوي او هره اوونۍ یوه ناسته کوي او مهمې پرېکړې کوي.

حیات زیاته کړه: ((تر دې مهاله مو په معارف کې د سمون او اصلاحاتو په برخه کې د مداخلو مخنیوی کړی، هغه اشخاص چې د څلورو ساعتونو پر ځای یې یو ساعت زده کوونکو ته درس ورکاوه او یا یې هوايي زده کوونکي فارغ کول، لرې کړي دي.))

ده وویل، د دې تر څنګ یو شمېر خدمتي کسان یې بېرته خپلو دندو ته لېږلي چې په کې ۱۲ د لیسو امرین، ۷ معاونین او ۱۴ ښوونکي شامل دي او دغه لړۍ روانه ده.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په ولسوالیو کې یې د بندو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لړۍ یې هم پیل کړې او یو شمېر پروژې یې له دې پروسې سره تړلي؛ یعنې که په کومه ولسوالۍ کې ښوونځی نه وي پرمختیايي پروژې هم په کې نه پلې کېږي.

د هغه په خبره، ولایتي شورا، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او قومي مخورو ژمنه کړې چې معارف سره کرښه ده او هیڅ راز مداخله به نه کوي.

ده په دې برخه کې د ننګونو او ګواښونو یادونه هم وکړه او ویې ویل: ((د پوهنې رییس د دغو اصلاحاتو په غبرګون کې له هومره ګواښونو او ننګونو سره مخ شو چې بالاخره ولایتي اداره اړه شوه د هغه د خوندیتوب لپاره هغه ته زرې موټر ورکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.