پل علم (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د لوګر-کابل پر لويه لار درې وسله وال غله له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو کسانو له ډېر مودې راهيسې پر دغه لويه لار چک پاينتونه جوړول، مسافر به يې له موټر ښکته کول، پيسې او نور قيمتې توکي به يې ترې اخيستل.
خو دى وايي چې تېره شپه دغه درې غله د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه مخامخ نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د وژل شويو کسانو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
خو د لوګر امنيتي مسوولين وايي، د ټولو هغو کسانو پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې چې عامو خلکو ته ستونزې جوړوي.
دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي احمد زبير پژواک ته وويل چې د کابل-لوګر پر لويه لار خلکو تل د وسله والو غلو له شتون څخه شکايت کاوه.
هغه وايي: ((څو ځلې موږ خپله له خلکو اورېدلي چې پر دغه لار بايد ناوخته څوک تېر نه شي، ځکه غله په کې ولاړ وي او سړي ته مشکلات جوړوي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل-ګردېز لويې لارو مسافرو د لوګر په مربوطاتو کې د غلو له شتون څخه شکايتونه کړي او د دغې ستونزې د حل غوښتنه يې کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن