ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د ناکامورا د پيل شوو پروژو درېدلي کارونه دې بېرته پيل شي

خلک: د ناکامورا د پيل شوو پروژو درېدلي کارونه دې بېرته پيل شي

author avatar
14 Jan 2020 - 15:52
خلک: د ناکامورا د پيل شوو پروژو درېدلي کارونه دې بېرته پيل شي
author avatar
14 Jan 2020 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۸): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې د ډاکتر ناکامورا له لوري پيل شوي رغنيز کارونه چې اوس په ټپه ولاړ دي، بيا پيل او دغه راز دې په راتلونکي کې د هغه ځای ناستی هم ورته نورې پروژې پيل کړي.

د جاپان د PMS په نوم د يوې خيريه موسسې مشر ډاکټر ټيټسو ناکامورا چې د ژوند شاوخوا پنځه ويشت کلونه يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل، د روان لمريز کال د لېندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يو وسله وال بريد پر مهال له پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.

د نوموړي له وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د هغه په لاس پيل شوې پروژې په ټپه ولاړې دي خو ځايي خلک غوښتنه کوي چې د جاپان حکومت بايد سره له دې چې د دغو پروژو بيا پيل وکړي راتلونکي کې دې ورته نور خيريه کارونه هم ترسره کړي.

ډاکټر ناکامورا د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۱مه نېټه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد کانال چې ۱۶ کاله وړاندې نوموړي جوړ کړی و، د ۷۰۰زره ډالرو په لګښت يې د بيارغونې چارې پيل کړې خو دغه ارمان يې د وسله والو د بريد له امله پوره نه شو او اوس د دې پروژې کارونه په ټپه ولاړ دي.

دغه راز يې په همدې ولسوالۍ کې د څو وړو کانالونو او يو سربند او په کامې ولسوالۍ کې د سيند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو او د سيند په منځ کې د اوبو د مهار لپاره د يو ټکر د جوړېدو کارونه هم پيل کړي وو چې اوس نيمګړي پاتې دي.

د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې يادې پروژې بېرته پيل او دغه راز دې د هغه د پروژو پر تعقيب نور رغنيز کارونه هم پيل شي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ قومي مشر ملک عبدالوکيل مټاخېل پژواک اژانس ته وويل، ناکامورا پلان درلود چې د کامې سربند په سيمه کې د سيند دواړو غاړو ته د استنادي دېوال او سيند منځ کې د يو ټکر په جوړېدو سره راتلونکو پنځلس کلونو لپاره د کامې ولسوالۍ د خلکو د اوبو ستونزه حل کړي.

دی وايي، ياده پروژه اوس په نيمه کې ولاړه ده خو غوښتنه کوي چې بايد د جاپان حکومت ژر تر ژره د هغه ځای ناستی وټاکي او دا پروژې بېرته پيل کړي.

دغه راز د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محمد اکبر پژواک ته وويل، ټول ولس د ناکامورا د پيل شوو پروژو د بيا پيل غوښتنه کوي او دغه راز هيله لري چې د جاپان حکومت د ناکامورا داسې ځای ناستی وټاکي چې د هغه پل تعقيب او په راتلونکي کې نورې ورته پروژې هم پيل کړي.

د دغه ولايت مدني فعالان هم غوښتنه لري چې د ناکامورا پروژو د دغه ولايت خلکو ته حياتي ګټه رسولې، بايد ځنډېدلي کارونه یې بېرته پيل شي او دغه راز دغه کارونه دوام پيدا کړي.

مدني فعال اسدالله ښاليز پژواک ته وويل، دوی هيله من دي چې د ناکامورا نيمګړې پروژې به ډېر ژر پيل شي او دا پروسه به دوام پيدا کړي.

دی وايي: ((د PMS . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.