د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان ـ کندهار لويه لاره کې سلګونه مسافر بند پاتې دي

د اروزګان ـ کندهار لويه لاره کې سلګونه مسافر بند پاتې دي

Jan 14, 2020 - 17:14

ترينکوټ ( پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۸): د اروزګان او کندهار ترمنځ لویه لاره له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

اروزګان له کندهار سره یوازینۍ لاره چې څه باندي یو سل او پنځوس کيلومتره کیږي، کلونه کیږي چې ناامنه، خرابه او زیات وخت بیا د موسمي ورښتونو له امله تړلې وي.

اوسنۍ لاره چې پر نيمايي برخه یې وسله وال طالبان حاکمیت لري، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د وروستیو ورښتونو له امله تړل شوې ده.

مسافر وايي، د زیاتې واورې اورېدو له امله د لارې په کيخې او ايلبک سیمو کې زیات شمېر لوی او واړه موټر بند پاتې دي

د خاص اروزګان ولسوالۍ  يوتن اوسېدونکی مرتضى وايي، درې ورځې کېږي چې کندهار ته د تګ لپاره  ترینکوټ ته راغلی، خو د لارې بندېدو له امله د څاګي په هوټل کې شپې تېروي.

هغه وایي، دغه راز سلګونه نور مسافر د لارې بندېدو له امله دواړو خواو ته بند پاتې او په هوټلونو کې شپې کوي.

د مرکز ترینکوټ یوبل اوسېدونکی سردار محمد هم وايي  چې له  تېرو پنځو ورځو راهیسې کندهار ته په تګ نه بریالی کیږي، ځکه چې لاره کې موټر چپه شوي او لاره بنده ده.

مسافر وایي، د لارې بندېدو له امله ښځې، ماشومان او ناروغ مسافر هم په بدحالت کې بند دي.

موټر چلوونکي هم وایي، د لویې لارې بندېدو له امله نه یوازې مسافر له بد حالت سره مخ دي، بلکې ترینکوټ ښار کې د توکو بيې هم لوړې شوې دي.

د لویو موټر يوتن استازي محمدالله پژواک ته وويل، پنځه ورځې کیږي چې هېڅ لوی او کوچني موټر له کندهار څخه ترینکوټ او یاهم له دې خوا نه دی تللی.

هغه وایي، له امله یې په ترینکوټ ښار کې د توکو بیې لوړې شوې او خلکو يې د اخيستو توان له لاسه ورکړی.

د اروزګان ولایت مسوولین هم مني چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله لویه لاره د خلکو پر مخ تړل شوې ده .

د اروزګان والي اسدالله سعید وايي، لویه لاره یوازې پنځویشت سلنه د اروزګان اړوند ده، او هغه هم امن او قير ده.

هغه پژواک ته وويل، نا امنه او اوسنی خرابه سیمه د کندهار اړوند ده، چې هغوی د یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره څوځلې هلې ځلې کړې دي او د کندهار له مسوولینو سره یې هم کتلي دي.

د اروزګان والي ډاډ ورکړ چې هغوی به بیا د کندهار له مسوولینو سره دغه ستونزې شریکې او د هواري لپاره به یې ورسره خبري وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan