ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان ـ کندهار لويه لاره کې سلګونه مسافر بند پاتې دي

د اروزګان ـ کندهار لويه لاره کې سلګونه مسافر بند پاتې دي

author avatar
14 Jan 2020 - 17:14
د اروزګان ـ کندهار لويه لاره کې سلګونه مسافر بند پاتې دي
author avatar
14 Jan 2020 - 17:14

ترينکوټ ( پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۸): د اروزګان او کندهار ترمنځ لویه لاره له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

اروزګان له کندهار سره یوازینۍ لاره چې څه باندي یو سل او پنځوس کيلومتره کیږي، کلونه کیږي چې ناامنه، خرابه او زیات وخت بیا د موسمي ورښتونو له امله تړلې وي.

اوسنۍ لاره چې پر نيمايي برخه یې وسله وال طالبان حاکمیت لري، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د وروستیو ورښتونو له امله تړل شوې ده.

مسافر وايي، د زیاتې واورې اورېدو له امله د لارې په کيخې او ايلبک سیمو کې زیات شمېر لوی او واړه موټر بند پاتې دي

د خاص اروزګان ولسوالۍ  يوتن اوسېدونکی مرتضى وايي، درې ورځې کېږي چې کندهار ته د تګ لپاره  ترینکوټ ته راغلی، خو د لارې بندېدو له امله د څاګي په هوټل کې شپې تېروي.

هغه وایي، دغه راز سلګونه نور مسافر د لارې بندېدو له امله دواړو خواو ته بند پاتې او په هوټلونو کې شپې کوي.

د مرکز ترینکوټ یوبل اوسېدونکی سردار محمد هم وايي  چې له  تېرو پنځو ورځو راهیسې کندهار ته په تګ نه بریالی کیږي، ځکه چې لاره کې موټر چپه شوي او لاره بنده ده.

مسافر وایي، د لارې بندېدو له امله ښځې، ماشومان او ناروغ مسافر هم په بدحالت کې بند دي.

موټر چلوونکي هم وایي، د لویې لارې بندېدو له امله نه یوازې مسافر له بد حالت سره مخ دي، بلکې ترینکوټ ښار کې د توکو بيې هم لوړې شوې دي.

د لویو موټر يوتن استازي محمدالله پژواک ته وويل، پنځه ورځې کیږي چې هېڅ لوی او کوچني موټر له کندهار څخه ترینکوټ او یاهم له دې خوا نه دی تللی.

هغه وایي، له امله یې په ترینکوټ ښار کې د توکو بیې لوړې شوې او خلکو يې د اخيستو توان له لاسه ورکړی.

د اروزګان ولایت مسوولین هم مني چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله لویه لاره د خلکو پر مخ تړل شوې ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.