ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لاره پرته له ټېلري موټرو د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د سالنګ لاره پرته له ټېلري موټرو د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

author avatar
14 Jan 2020 - 12:04
د سالنګ لاره پرته له ټېلري موټرو د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه
author avatar
14 Jan 2020 - 12:04

 

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۸): د سالنګ لویه لار چې د ډېرو واورو او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، لږ مخکې پرته له ټېلري موټرو، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

دا لویه لار دوه ورځې مخکې د واورې ورېدو او توپان له امله د ټېلري او پرون د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرایوي مدیر سمېع الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لویه لار پرته له ټېلري موټرو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د نورو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

هغه زیاته کړه چې په سوېلي سالنګ کې شپږ ځایه واوره ښوېدلې وه؛ خو پاکه شوې ده.

دغه لویه لار چې مرکز له شمالي ولایتونو سره وصلوي، د هندکش په لوړو غرونو کې  د پروان او بغلان ولایتونو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري.

په ژمي کې له دې لارې تېرېدل له خطره خالي نه وي.

د ۱۳۸۸ کال د سلواغې په میاشت کې په سوېلي سالنګ کې د واورې ښویېدنې او سخت توپان له امله، شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.