ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هند ته لاړ

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هند ته لاړ

author avatar
14 Jan 2020 - 11:13
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هند ته لاړ
author avatar
14 Jan 2020 - 11:13

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په يوه کنفرانس کې د ګډون لپاره د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ولاړ.

د ملي امنيت شورا له خوا د مرغومي په ٢٤مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه به د (رايزينګ ډايلوګ) په نامه ناسته کې ګډون او وينا کوي.

سرچينې زياته کړې، دغه ناسته هر کال  د نړیوالې ټولنې د بېلا بېلو سکټورونو (سیاست، سوداګرۍ ، رسنۍ او مدني ټولنې ) مشرانو په ګډون ترسره کېږي.

په دغه ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بېلابېلو بخشونو فعالین ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د نړیوالو پالیسیو، څو اړخیزو خبرو او څو سکتوریزو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.

سرچينې ز ياته کړې، ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصادي خودکفایۍ په اړه وینا وکړي او د ناستې په څنډه کې به د ایران، ازبکستان او استونیا د بهرنیو چارو له وزیرانو او د یوشمېر  نورو هېوادونو او بنسټونو له چارواکو سره دوه اړخیز ملاقاتونه ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.