د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کندهار معارف له کلتوري، اخلاقي او مالي یرغل سره مخ دی"

"د کندهار معارف له کلتوري، اخلاقي او مالي یرغل سره مخ دی"

Jan 14, 2020 - 17:23

کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې ریاست له کلتوري، اخلاقي او مالي یرغل سره مخ دی او دوی یې د سمون او بدلون هڅې پيل کړې دي.

دا څرګندونې په هغه خبري غونډه کې وشوې چې د کندهار د پوهنې په بهیر کې د روانو اصلاحاتو او بدلونونو په تړاو په ولایت مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي حیات الله حیات او د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان د پوهنې د بهیر اړوند د تېرو څلورو میاشتو د کړنو او بدلونونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د کندهار والي وویل، د هغې ژمنې پر بنسټ چې څو میاشتې مخکې د ولسمشر پر وړاندې د معارف او روغتیا په ریاستونو کې د اصلاحاتو په اړه شوې وه، یو لړ اقدمات شوي دي.

هغه زیاته کړه، څلور میاشتې مخکې د کندهار د پوهنې ریاست لپاره نوی رییس د یوې رڼې پروسې له لارې وټاکل شو.

دی وايي، د دې لپاره چې د بدلونونو او اصلاحاتو په راوستو کې پر رییس فشار کم وي، له هغه سره په څنګ کې یې له اکاډمیکو او پوهو کسانو جوړه یوه شورا هم ګومارلې چې ټولې چارې په مشوره تر سره کوي.

د ده په خبره، دغه شورا په مالي، اداري او تدریسي برخو کې کار کوي او هره اوونۍ یوه ناسته کوي او مهمې پرېکړې کوي.

حیات زیاته کړه: ((تر دې مهاله مو په معارف کې د سمون او اصلاحاتو په برخه کې د مداخلو مخنیوی کړی، هغه اشخاص چې د څلورو ساعتونو پر ځای یې یو ساعت زده کوونکو ته درس ورکاوه او یا یې هوايي زده کوونکي فارغ کول، لرې کړي دي.))

ده وویل، د دې تر څنګ یو شمېر خدمتي کسان یې بېرته خپلو دندو ته لېږلي چې په کې ۱۲ د لیسو امرین، ۷ معاونین او ۱۴ ښوونکي شامل دي او دغه لړۍ روانه ده.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په ولسوالیو کې یې د بندو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لړۍ یې هم پیل کړې او یو شمېر پروژې یې له دې پروسې سره تړلي؛ یعنې که په کومه ولسوالۍ کې ښوونځی نه وي پرمختیايي پروژې هم په کې نه پلې کېږي.

د هغه په خبره، ولایتي شورا، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او قومي مخورو ژمنه کړې چې معارف سره کرښه ده او هیڅ راز مداخله به نه کوي.

ده په دې برخه کې د ننګونو او ګواښونو یادونه هم وکړه او ویې ویل: ((د پوهنې رییس د دغو اصلاحاتو په غبرګون کې له هومره ګواښونو او ننګونو سره مخ شو چې بالاخره ولایتي اداره اړه شوه د هغه د خوندیتوب لپاره هغه ته زرې موټر ورکړي.))

خو دی وايي چې له دې هر څه سره د کندهار د پوهنې په ریاست کې اصلاحات پیل شوي او له دې وروسته به هغه کړۍ یو په یو افشا شي چې ستونزې جوړوي.

ده خبر ورکړ چې د پوهنې په برخه کې په ټولو مسایلو کې او له هر چا سره قانوني چلند کیږي. ده په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړینه وبلله.

د کندهار د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان وویل، له بده مرغه د کندهار معارف له کلتوري، مالي او اخلاقي یرغل سره مخ دی.

ده زیاته کړه، د پوهنې په ریاست کې د ننه او د باندې په اخلاقي، مالي او اداري فساد اخته کړۍ یې د اصلاحاتو پر وړاندې لوی خنډ دي، خو ده یې پر وړاندې مقابله کړې او ګڼ بدلونونه یې راوستي دي.

هغه په دې اړه جزییات ورنه کړل، خو ګواښ یې وکړ چې که دغه کړۍ له خنډونو جوړولو لاس پر سر نه شي نو ولس او رسنیو ته به یې افشا کړي.

دی وايي، له دې هر څه سربېره یې اصلاحات د هغو کسانو په لرې کولو او تبدیلولو پیل کړل چې په څرګنده په مالي، اداري او اخلاقي فساد کې ښکېل وو چې یو شمېر یې د لېسو امرین، معاونین او ښوونکي وو.

ده زیاته کړه، څلور میاشتې مخکې چې په دنده وګومارل شو نو لومړی یې د ستونزو پر تشخیص کار پيل کړ چې له مخې یې د پوهنې بهیر په درېیو عمده برخو کې (د ښوونکو، کتابونو او ودانیو کمښت) سره مخ دی.

د ده په خبره، د کیفیت لرونکي معارف لپاره دغه درې واړه اړتیاوې ډېرې مهمې دي.

دی وايي، د کندهار د پوهنې ریاست ۱۴ زره ښوونکو ته اړتیا لري، خو وزارت ۶ زره ښوونکي ورکړي، ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري خو وزارت ۲۶۱ زره ورکړي.

 دغه راز هغه وایي، ۲۸۷ ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې په نامناسب چاپېریال کې زده کړې کوي.

د ده په وینا، د دغو ستونزو د حل لپاره یې څلو ځلې له وزیر سره لیدلي او د دغو ستونزو حل یې ورڅخه غوښتی.

ده وویل، د پوهنې ریاست د داخلي ارزونې په پایله کې يې ۸۵۰ داسې بستونه په نښه کړل چې باید اعلان ته سپارل شوي وای خو دا کار نه و شوی چې سر له ننه یې هغه اعلان ته سپاري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د کندهار ښار تر څنګ ډېر ژر په ولسوالیو کې هم د اصلاحاتو لړۍ پيلوي چې په لړ کې به یې خیالي ښوونکي په نښه او قانوني چلند به ورسره وشي.

ده دا هم وویل چې په تېر کې د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې یوه ښځینه فارغه نه لري، ځکه هلته ښځینه ښوونکې په کم معاش کار نه کوي او په همدې بنسټ یې له ولسمشر څخه د هغوی لپاره د منطقوي معاش غوښتنه کړې ده.

د ده په خبره، له ګواښونو او ننګونو سربېره د یوه باکیفیته معارف لپاره د دوی د اصلاحاتو بدلونونو لړۍ روانه ده چې پیل یې د معارف له هستې څخه کړی دی او په دې توګه به ښار او بیا ولسوالیو ته غځول کېږي.

روښان یادونه وکړه چې د اصلاحاتو دغه لړۍ تدریجي ځکه ده چې مدیريتي بحران رامنځ ته نه شي.

هغه په اداره کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ پر وخت د معاشاتو د نه رسېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل تېر مالي کال د ۱۵۰۰ حق الزحمه یي ښوونکو معاشونه ورکړل شوي، خو له دې ډلې د ۵۰۰ نورو حق الزحمه یي ښوونکو د څلورو میاشتو معاشونه نه دي اجرا شوي.

ده ژمنه وکړه، سره له دې چې یو شمېر کړۍ په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د اصلاحاتو پر وړاندې ناسمې څرګندونې کوي، خو شته بانډونه او د هغوی دسیسې به شنډوي او معارف به د کیفیت پر لور روانوي.

د کندهار د پوهنې په ریاست کې په داسې حال کې د اصلاحاتو او بدلونونو خبرې کېږي چې خلک له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په دغه اداره کې د فساد او ستونزو یادونه کوي او وايي چې خدمات یې معیاري نه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement