ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت د ننګرهار پر والي د یوه بريدګر په ګډون ١٩ کسان نيولي

ملي امنيت د ننګرهار پر والي د یوه بريدګر په ګډون ١٩ کسان نيولي

author avatar
14 Jan 2020 - 15:43
ملي امنيت د ننګرهار پر والي د یوه بريدګر په ګډون ١٩ کسان نيولي
author avatar
14 Jan 2020 - 15:43

جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري د دغه ولايت پر والي د بريد پلان لرونکي په ګډون ۱۹ کسان نیولي دي.

ځايي چارواکي وايي، ياد کسان په تېره يوه اوونۍ کې نيول شوي چې په ډله کې يې طالب او داعش وسله وال او انسان تښتوونکي شامل دي.

نيول شوي کسان د مرغومي په ۲۴مه د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول او په اړه يې رسنيو ته هم معلومات هم ورکړل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل، د ملي امنيت مسوولينو تېره يوه اوونۍ کې يې ياد کسان چې په ډله کې يې تن پر ده د غلچکي وسله وال بريد پلان درلود.

هغه زياته کړه: ((نيول شوي کس په خپلو خبرو کې اعتراف کړی چې د وسله والو طالبانو له لوري موظف شوی و چې د سهار له اتو تر نهو بجو کله چې والي جلال اباد ښار ته د کلدارو د مخنيوي کمپاين په خاطر بهر کېږي؛ نو بايد دی يې ووژني او که پر هغه بريد ممکن وي بايد پر ساتونکو يې ډزې وکړي.))

د ننګرهار والي دا هم وويل چې په نيول شوو کسانو کې هغه څلور کسان هم شامل دي چې نهه ورځې وړاندې يې له جلال اباد ښار څخه يو سوداګر تښتولی و او دغه راز د انسان تښتوونې دوو نورو قضيو کې د يوې مېرمنې په ګډون ۶ نور انسان تښتوونکي هم شامل دي.

مياخېل وايي، په نيول شوو کسانو کې ۶ تنه يې وسله وال طالبان او يو داعش دی چې پر ده بريدګر هم د وسله والو طالبانو د ډلې غړی و.

بل لور ته د جلال خان په نوم يو سوداګر چې نهه ورځې وړاندې له جلال اباد ښاره تښتول شوی و او له کورنۍ يې ۲۰۰زره ډالر غوښتل له ملي امنيت سرتيرو مننه وکړه چې په انسان تښتونکو يې عمليات ترسره او هغه يې ترې ازاد کړ.

دی وايي، انسان تښتونکو دغه سوداګر له درونټې سيمې څخه تښتولی و او بيا يې د لغمان ولايت مربوطاتو کې ساتلی و.

تنکی ځوان حکمت الله چې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی په نيول شوو کسانو کې دی او پلان يې درلود چې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند ولايت مقام مخې ته پر والي بريد ترسره کړي.

هغه وويل: ((ماته يې ويلي وو چې والي د سهار له اتو تر نهو بجو له ولايته راوځي او ښار کې د کلدارو کمپاين کوي، سپين موټر چې له ولايت راووته يو پهلوان سړی به په کې ناست وي ږيره کلوي هماغه به وولي که هغه ونه شو، عسکر به يې وولي. خو زه مخکې د دې چې حمله وکړم يو پوليس راباندې شکي شو وي نيولم.))

د يادولو ده، په دې وروستيو کې ننګرهار کې د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د ترويج پراخ کمپاين پيل شوی چې وخت نا وخت د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پخپله جلال اباد ښار ته وځي او د افغانيو د ترويج تر څنګ د نرخونو د کنټرول کمپاينونه ترسره کوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.