کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨) : د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د واورې ښويېدنې له امله ٦٣ کسان مړه شوي، بلخوا بيا په بلوچستان ايالت کې د سختې يخنۍ له امله ١٧ کسان مړه شوي دى.
پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ٢٤مه، خبر ورکړى چې د سختې واورې له امله د کشمير په نيلم دره کې د واورې ښويېدو په پېښه کې لسګونه کسان تر واورو لاندې شوي دي.
د کشمير د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوول احمد رضا قادري ويلي چې تر اوسه له واورو څخه د ٦٠ کسانو جسدونه ايستل شوي او د نورو د پيدا کېدو هڅه روانه ده.
سرچينې زياته کړې چې په مړو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او کېداى شي د مړو شويو کسانو شمېره له دې هم لوړه شي.
قادري وايي چې له سپرليو ډک درې موټر هم تر واورو لاندې شوي چې ترې يو شمېر جسدونه ايستل شوي دي. د کشمير په نورو سيمو کې هم د يخنۍ له امله درې تنه مړه شوي.
بلخوا ځايي چارواکو ويلي چې د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د سختې يخنۍ له امله ١٧ کسان مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن