مزارشريف (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د مزارشريف ښار اړوند د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې دوه چاودنې وشوې.
هغه زياته کړه، د سړک پر غاړه د اېښودل شوو چاودېدونکو توکو لومړۍ چاودنې زيان نه دى اړولی خو همالته څو شېبې وروسته بله چاودنه هم وشوه.
د عادل په وينا، په دويمه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دى وايي، ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې تر اوسه د چاودنې لامل او هدف نه دى څرګند، خو د نهمې ناحيې يوه اوسېدونکي عبدالقدير پژواک ته وويل چې چاودنه د بلخ ولسوالۍ د ولسوال ګلباز خان د کور مخې ته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د یادې پېښې له امله د ځينو کورونو ښېښې هم ماتې شوې دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن