ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ نړيوال جام په تمريناتي لوبه کې انګليستان ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ نړيوال جام په تمريناتي لوبه کې انګليستان ته ماتې ورکړه

author avatar
15 Jan 2020 - 10:19
افغانستان د کرکټ نړيوال جام په تمريناتي لوبه کې انګليستان ته ماتې ورکړه
author avatar
15 Jan 2020 - 10:19

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو په يوه تمريناتي لوبه کې انګليستان ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ په سوېلي افريقا کې پيل شي چې په کې له ټولې نړۍ ١٦ لوبډلې برخه اخلي.

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله لا مخکې په دغو سياليو کې د ګډون او چمتووالي په موخه د سوېلي افريقا هېواد ته رسېدلې او هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي.

د انګلیستان پر وړاندې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ټاس وګاټه او لومړى يې توپوهنه يې پيل کړه، افغانستان په  ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٠٥ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري عبدالرحمن ٥٤، محمد اسحق ٤٣، عابد محمدي ٢٦ او ابراهيم ځدراڼ ٢٤ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د انګلیستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٨٤ منډو وسوځېدله، د افغانستان له لوري فضل حق  درې لوبغاړي  ، عبدالرحمن ، نور احمد او شفيق الله غفاري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

عبدالرحمن د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې ده د راتلونکې جمعې په ورځ افغانستان له کوربه سوېلي افريقې سره د نړيوال جام لومړۍ لوبه ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.