ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د پاڅونوالو د یوه قوماندان پر کور برید کې دوه کسان وژل شوي

تخار کې د پاڅونوالو د یوه قوماندان پر کور برید کې دوه کسان وژل شوي

author avatar
15 Jan 2020 - 13:56
تخار کې د پاڅونوالو د یوه قوماندان پر کور برید کې دوه کسان وژل شوي
author avatar
15 Jan 2020 - 13:56

تالقان (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): وسله والو طالبانو د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د پاڅونوالو د يوه قوماندان پر کور بريد کړى چې په ترڅ کې يې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو په بهارک ولسوالۍ کې د پاڅونوالو د يوه قوماندان محمد انور پر کور بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د محمد انور دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې تېره شپه د قوماندان انور پر کور طالبانو بريد کړى دى.

هغه زياتوي چې په دغه بريد کې د قوماندان انور يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې اړه معلومات کوي او بيا يي له رسنيو سره شريکوي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د تخار په بېلابېلو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.