کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨) : د افغانستان د بهرنيو چارو زارت په چوکاټ کې په ځينو هېوادونو کې نوي ديپلوماټان پر دندو ګومارل شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت شورا پخوانی سلاکار سليمان کاکړ د هندوستان په حيدراباد کې د جنرال کونسل، د هرات پخوانی والي اصف رحيمي په هالنډ کې د افغانستان سفیر ټاکل شوى دى.
دغه راز سرچينې زياته کړې چې د ولسمشر سکرتر مختار الله مختار په کاناډا کې د افغانستان د سفارت مستشار او د کورنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال مسعود عزيزي د متحده امارتو د دوبۍ ښار د جنرال کونسل په توګه ګومارل شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په هالنډ کې پخوانى سفير همايون عزيزي په فرانسه کې د افغانستان سفارت ته بدل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن