ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاهو: زموږ په نامه او لاسته راوړنو ځينې سياسيون او مسوولين امتياز اخلي

لاهو: زموږ په نامه او لاسته راوړنو ځينې سياسيون او مسوولين امتياز اخلي

author avatar
15 Jan 2020 - 16:54
لاهو: زموږ په نامه او لاسته راوړنو ځينې سياسيون او مسوولين امتياز اخلي
author avatar
15 Jan 2020 - 16:54

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): د افغان ازادو سياليو تنظيموونکی درمل لاهو ادعا کوي چې تر دې مهاله ورسره حکومت هېڅ ډول همکاري نه ده کړې، خو ځينې سياسيون او مسوولين د لوبغاړو په نومونو او لاسته وړنو د امتياز اخيستو هڅې کوي.

لاهو دغه څرګندونې د مرغومي په ٢٥مه، د هغې خبري ناستې په ترڅ کې وکړې چې په کابل کې د MMA  ازادو سياليو له ورزشکارانو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

په ياده ناسته کې د ازادو سيالو لوبغاړو احمدولي هوتک، باز محمد مبارز او نور ګڼ شمېر لوبغاړو ګډون کړى وو.

لاهو ولسمشر ته په اشارې سره وويل : " زموږ لوبې تجارتي نه دي، بلکې ملي لوبې دي له دې سره چې کوم لوبغاړى بريا راوړي او تاسو يې تشويق کړئ بايد د ورزش په برخه کې له اوله همکاري او اصلاحات راولئ"

هغه ادعا وکړه چې د لوبغاړو په نومونو او لاسته راوړنو ځينې سياستوال او مسوولين کريډټ اخلي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ور نه کړل او نه يې د چا نوم واخيست.

نوموړي همداراز د راتلونکو لوبو په اړه وويل چې د باز محمد مبارز سيالۍ به د روان زېږديز کال د اپريل په درېيمه او د احمد ولي هوتک سيالۍ به د اپريل په دوولسمه تر سره شي .

همداراز د سوک وهنې يا ازادو سياليو لوبغاړي باز محمد مبارز هم وويل:"ولسمشر دې نمايشي خبرې نه کوي، بلکې خپلو خبرو ته دې عملي بڼه ورکړي. "

هغه زياته کړه چې د را روانو سياليو لپاره يې ډېر زيار ايستلى او بريا به راوړي.

د سوک وهنې يو بل ځوان لوبغاړي احمدولي هوتک وويل چې له دوه کلونو ځنډ څخه وروسته خوښ دى چې بيا د سياليو ميدان ته وځي .

د نوموړي په وينا، په مسکو کې د راتلونکې سيالۍ لپاره يې چمتووالى نيولى او د افغانستان بيرغ به يو ځل بيا په نړۍ کې ورپوي .

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې احمدولي هوتک کور ته پر لاره د نامعلومو کسانو له خوا په چاقوګانو وهل شوى و .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.