ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : نامسوول وسله وال به یا مسوول او یا هم بې وسلې کېږي

ولسمشر : نامسوول وسله وال به یا مسوول او یا هم بې وسلې کېږي

author avatar
15 Jan 2020 - 16:46
ولسمشر : نامسوول وسله وال به یا مسوول او یا هم بې وسلې کېږي
author avatar
15 Jan 2020 - 16:46

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې خلک دې له سانسور پرته ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې ورته ووایي.

له ارګ څخه د مرغومي په ٢٥مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د  اتلسمې او نولسمې ناحیو او ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې حاجي عبدالنصیر د ګذر وکیلانو، مولوي محمدنصیر تره خېل د علماوو، طاهره سما د ښځو، ملک خان سید د اصنافو، محمدملنګ عطایي د معارف او قاري میرګل د ځوانانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه د دغو بحثونو د پیلولو له امله د مننې پرمهال د دوام غوښتنه وکړه او دا یې د ستونزو د حل لپاره ګټور وبلل.

ولسمشر غني له یادو ویناوالو څخه د خلکو د ستونزو او غوښتنو د مطرح کولو له امله مننه وکړه او مسوولینو ته يې په خطاب کې وویل، په دغه ولسي هنداره کې ستاسو انځور ښه نه دی او په همدې خاطر مې  له کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ پیل کړه.

هغه زياته کړه، د ولس تشخیص او پیغام دادی چې مسوولینو تر دې وړاندې د ده سبز ولسوالۍ د خلکو په حق کې لیدونکې سترګې، اورېدونکي غووږونه او کارنده لاسونه، نه لرل او دا وضعیت هیڅ د منلو نه دی.

ولسمشر غني غاصبینو ته په اشارې سره وویل، غاصب نور ځای نه لري، پر وړاندې به یې جدي اقدامات کېږي. غیرمسوول وسله وال به یا مسوول او یا هم بې وسلې کېږي، ځکه د خلکو زغم نور پای ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، هیڅوک تر قانون لوړ نه دى، نو چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد جنګېږي، د زورواکانو پر وړاندې ولې بې تفاوته واوسي.

محمداشرف غني  مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ده سبز کې باید د پانګونې زمینه برابره او د کابل په انکشافي ساحه بدله شي.

ولسمشر په ټینګار سره وویل، پوهنې وزارت باید ځواب ووایي چې ده سبز ولسوالۍ سره څه ستونزه لري چې د ځینو ولایتونو په څېر د مور او میرې سلوک ورسره کوي. حکومتي دستګاه دې د ولسمسر د لیدلوري مطابق فعالیت وکړي.  

هغه زياته کړه، ولس واضح او په قاطعیت هر اړخیز اصلاحات غواړي.

د نوموړي په وينا، غواړي چې ولس له سانسور پرته ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې په ازادانه توګه راته ووایي چې د حل لپاره یې پر وخت اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.