د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جلال اباد ښار کې د سړک پر سر د موټرو اډو لرې کولو کمپاین پیل شوی

ټولنه

ارشيف

په جلال اباد ښار کې د سړک پر سر د موټرو اډو لرې کولو کمپاین پیل شوی

Jan 15, 2020 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ترافيک پوليسو د سړک سر خپلسرو اډو لرې کولو کمپاين پيل کړی، مسوولين وايي، تر اوسه يې ۵۲ موټر د سرغړونې له امله درولي دي.

دی وايي، ياد کمپاين دوه اوونۍ وړاندې پيل شوی او هر موټر لږ تر لږه پنځلس ورځې توقف شوی دی.

خو د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، ترافيک پوليس له موټر چلوونکو پيسې اخلي نو ځکه موټر چلوونکي د اډو پر ځای د سړک پر سر موټر ډکوي.

اوس مهال د تورخم موټرونه د اډې پر ځای د جلال اباد ښار له تلاشۍ څلورلارې سپرلي پورته کوي او د کابل موټر د مخابراتو له څلورلارې ډکېږي او دغه د ښار مختلفو سيمو کې د ولسواليو د موټرو خپلسرې اډې هم جوړې شوې دي.

د همدې خپلسرو اډو له امله نه يوازې دا چې په جلال اباد ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې، ترڅنګ يې په شته اډو کې د خلکو کارونه هم له زيان سره مخ شوي دي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال عتيق الله اعماق د مرغومي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، دوه اوونۍ وړاندې يې په جلال اباد ښار کې د سړک سر خپلسرو اډو د مخنيوي کمپاين پيل کړی دی.

دی وايي، په دې موده کې توانېدلي، ۵۲ هغه مسافر وړونکي موټر چې له قانونه په سرغړونه يې د ښار په منځ کې سپرلي پورته کول، د پنځلسو ورځو لپاره درول شوي دي.

دی وايي، پنځلس ورځې وخت د جريمې لپاره زيات و، نو ځکه يې تازه د والي په امر دغه موده راکمه کړې او د وړو موټرو لپاره يوه اوونۍ او لويو موټرو لپاره لس ورځې توقف جريمه ټاکل شوې ده.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي بيا شکايت کوي چې په جلال اباد ښار کې د پوليسو له لوري له موټر اخيستونکو پيسې اخيستل کېږي نو ځکه موټر د اډو پر ځای د سړک پر سر ډکېږي.

د جلال باد ښار يوه اوسېدونکي حامد خان پژواک ته وويل، دغلته موټر د خپلو اډو پر ځای په جلال اباد ښار کې د سړک پر سر ډکېږي چې په ښار کې يې ګڼه ګوڼه زياته کړې ده.

دی وايي، ترافيک پوليس له موټر چلوونکو پيسې اخلي؛ ځکه يې د ښار نظم خراب کړی او خپل کار کوي.

خو د ننګرهار د ترافيکو مدير وایي، موټر چلوونکي په لوی لاس ترافيکو ته د پيسو اخيستو زمينه برابروي.

سمونوال اعماق زياته کړه: ((دوی چې د سړک پر سر ونه درېږې، نو نه ترې ترافيک پيسې اخيستلی شي، نه ترانسپورټ او نه ښاروالۍ، يوه بله خبره چې اوس د پيسو اخيستو مخه تر ډېره نيول شوې، کومې پيسې چې ترې اخلي، هغه د جريمې پيسې دي او د دولت بودجې ته ځي.))

د يادولو ده، اوس مهال يوازې په جلال اباد ښار کې ۳۰زره رېکشاوې چلېږي، دغه راز زرګونه شخصي موټر او په همدې اندازه ليني او ټکسي موټر هم فعاليت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement