کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو په يوه تمريناتي لوبه کې انګليستان ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ په سوېلي افريقا کې پيل شي چې په کې له ټولې نړۍ ١٦ لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله لا مخکې په دغو سياليو کې د ګډون او چمتووالي په موخه د سوېلي افريقا هېواد ته رسېدلې او هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي.
د انګلیستان پر وړاندې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ټاس وګاټه او لومړى يې توپوهنه يې پيل کړه، افغانستان په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٠٥ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري عبدالرحمن ٥٤، محمد اسحق ٤٣، عابد محمدي ٢٦ او ابراهيم ځدراڼ ٢٤ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د انګلیستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٨٤ منډو وسوځېدله، د افغانستان له لوري فضل حق درې لوبغاړي ، عبدالرحمن ، نور احمد او شفيق الله غفاري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
عبدالرحمن د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
ټاکل شوې ده د راتلونکې جمعې په ورځ افغانستان له کوربه سوېلي افريقې سره د نړيوال جام لومړۍ لوبه ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن