کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، سوله د دولت لومړيتوب دی، خو اړتيا ده چې د اعتماد سازۍ او د طالبانو د ټولو ډلو د اتحاد او نيت د تثبيت لپاره تاوتريخوالی ختم شي او اوربند وشي.
د ملي امنيت له شورا د مرغومي په ٢٦مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې چې راغلي چې محب دغه څرګندونې نن په بهرنیو چارو کې د المان د فدرالي جمهوریت د دولت له وزیر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې پر ډېرو شوو وړتیاوو، د اصلاحاتو پر جامع پروسې او له وسله والو مخالفينو د جغرافيې پر بيا نیولو هم بحث وشو.
د ملي امنیت سلاکار د المان له پوځي او ملکي مرستو په مننې سره وویل چې د اصلاحاتو په ترڅ کې امنیتي نهادونو ته ځوانه، کارپوه او مسلکي رهبري راغلې، په مالي برخه کي د بودجوي کسر مخه نیول شوې، دفاعي حالت په تعرضي حالت بدل شوی او د دښمن مالي سرچینې وچې شوې دي.
هغه زياته کړه چې سوله د دولت لومړیتوب دی، خو اړتیا ده چې د اعتماد سازۍ او د طالبانو د ټولو ډلو د اتحاد او نيت د تثبیت لپاره تاوتریخوالی ختم او اوربند وشي.
په بهرنیو چارو کې د المان د فډرالي جمهوریت د دولت وزیر وویل چې دوی راغلي څو له افغانستان سره د خپلو دوامدارو همکاریو ژمنې بیا تازه او د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړې چې افغانستان ته دايمي سوله یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې راتلای شي او اړتیا ده چې په دې برخه کې موجوده مسايل حل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن