ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ۶۵ سلنه ښوونیزو ادارو ودانۍ د جګړو له امله تخريب شوې دي

په ننګرهار کې د ۶۵ سلنه ښوونیزو ادارو ودانۍ د جګړو له امله تخريب شوې دي

author avatar
16 Jan 2020 - 14:12
په ننګرهار کې د ۶۵ سلنه ښوونیزو ادارو ودانۍ د جګړو له امله تخريب شوې دي
author avatar
16 Jan 2020 - 14:12

جلال اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، په تېرو څو کلونو کې د وسله والو د جګړو له امله په يو شمېر ولسواليو کې د ښوونيزو ادارو ۶۵ سلنه ودانۍ تخريب شوې دي.

د چارواکو په خبره، دغه ودانۍ د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي نښتو او دغه راز د حکومتي ځواکونو د عملياتو پر مهال چې وسله والو له دغو ځايونو د سنګر په توګه ګټه پورته کوله، ډېرې برخې يې ړنګې شوې دي.

په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې د ننګرهار د شينوارو زون شپږ ولسوالۍ، پچیراګام او خوږياڼي د جګړو له امله سختې ځپل شوې چې د ښوونيزو ادارو ترڅنګ په کې روغتيايي مرکزونه، سړکونه، نور عامه تاسيسات او د خلکو کورونه هم له منځه تللي دي.

د پوهنې رياست مسوولين وايي، د ولسمشر په امر د دغو ښوونيزو ادارو د تخريب سروې شوې، پلان ورته جوړ شوی او د ولسمشر له لوري د بودجې له منظورۍ وروسته به يې د بيارغونې کارونه هم پيل شي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د مرغومي په ۲۶مه له پژواک سره په مرکه کې وويل، په دغه ولايت کې ۹۰۳ بابه ښوونځي شته چې په کې لېسې، منځني ښوونځي او ابتدايه ښوونځي شامل دي.

هغه زياته کړه، په ننګرهار کې دغه راز ۸۴ بابه ديني زده کړو مرکزونه، ۱۷ د ښوونکو د روزنې مرکزونه، ۲۲ مسلکي زده کړو ځايونه دي چې پنځوس سلنه يې ودانۍ نه لري.

نوموړی وايي، په پلان کې ده چې د يادو ټولو تخريب شوو مرکزونو د بيارغونې لړۍ پيل او دغه ستونزه پای ومومي.

شينوارى زياتوي: ((ولسمشر ننګرهار ته د سفر پر مهال ټينګار وکړ چې د جګړو له امله ټول تخريب شوي ځايونه، په ځانګړي ډول ښوونيز مرکزونه به بېرته رغول کېږي، د پوهنې، کليو پراختيا او يو شمېر نورو ادارو ته يې امر وکړ چې د تخريب شوو ځايونو سروې وکړي، سروې بشپړه شوې او د بودجې تر منظورۍ وروسته به يې بيارغونه پيل شي.))

بلخوا د ننګرهار د لرو پرتو نا امنو ولسواليو اوسېدونکي وايي، د جګړو له امله يې په سيمو کې ښوونځي او نور ښوونيز بنسټونه تړل شوي او يا هم نړول شوي چې اوس يې بيارغونې ته ډېره اړتيا ده.

دوی اندېښنه لري که يې اولادونو ته د تعليم زمينه برابره نه شي، د وسله والو له ليکو سره به يوځای شي او جګړه به نور هم دوام پيدا کړي.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي محمد زمان پژواک اژانس ته وويل، د دغې ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو ډير ښوونځي او مدرسې په جګړو کې تخريب شوې دي.

دغه راز د اچين ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي اختر محمد وويل، د تېرو څلورو کلونو جګړو په ياده ولسوالۍ کې د نورو عامه تاسيساتو او کورونو ترڅنګ ښوونځي هم نړولي چې اوس يې بيا رغونې ته شديده اړتيا ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.