کابل (پژواک، ٢٦ مرغومی ۹۸): د پژواک موندنې ښیي چې په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې د کابل ښار په څلورو دولتي روغتونونو کې ۳۷۰ سوء شکل ماشومان زېږېدلي دي.
د طبي معلوماتو پر بنسټ، سوء شکل د ماشوم د بدن یوې غیر نورمالې برخې ته ويل کېږي چې يا تشکل نه کوي او يا هم د يوه لامل له امله خپل نورمال وظیفوي سیستم له لاسه ورکوي.
د پژواک خبري اژانس خبريالې د سوء شکل ماشومانو د شمېر پيدا کولو په موخه د کابل ښار څلورو دولتي روغتونونو، ملالۍ زېږنتون، استقلال، رابعه بلخي او د خیرخانې مینې ۱۰۲ بستر ته ورغلې ده.
د ملالۍ زېږنتون د ماشومانو برخې ټرينر متخصصې ډاکټرې شهربانو پژواک ته وویل چې ۲۰۱۹ کال کې ۸۰ سوء شکل ماشومان په دغه روغتون کې زېږدلي چې د دوو جنيست هم مشخص نه شو.
د نوموړې په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰۶ سوء شکل ماشومان زېږدلي وو خو سږ کال يې کچه ټيټه ده.
شهربانو زیاتوي، هره ورځ شاوخوا له ٧٠ تر ٧٥ ماشومان زېږي چې تر ټولو ډېر سوء شکل ماشومان د مارچ او تر ټولو کم یې د ډسمبر په میاشت کې زېږدلي دي.
همدا راز د استقلال روغتون د معلوماتي برخې امر، ډاکتر جلیل وفا پژواک ته وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې په یاد روغتون کې ۵۵ سوء شکل ماشومان زېږېدلي چې تر ټول ډېر یې د اکتوبر او تر ټولو کم یې د جنورۍ په میاشت کې دي.
همدارنګه د رابعې بلخي روغتون د ماشومانو برخې ټرېنر متخصصې لطيفې وردګ پژواک ته وویل چې په یاد روغتون کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله د سوء شکل ماشومانو د زېږون کچه لوړه شوې ده.
د وردګ په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۱۶۴ سوء شکل ماشومان زېږدلي او په ۲۰۱۹ کال کې یاده شمېره ۲۲۱ ته لوړه شوه.
همدا راز د کابل د خیرخانې د ۱۰۲ بستريز دولتي روغتون د ماشومانو برخې ټرېنر متخصصې ډاکټرې شعلې پژواک ته وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۴ سوء شکل ماشومان زېږېدلي دي چې تر ټولو ډېر یې د جون په میاشت کې وو.
له يوې خوا که سوء شکل ماشومان له خپل حالته ځورېږي، خو کورنۍ يې هم په ستونزو کې وي.
په دې اړه د ننګرهار د مرکز د جلال اباد ښار د روښان مېنې اوسېدونکي محمد ناصر ملکزي پژواک ته وويل چې ورپسې ورور يې محمد شفيق په نورمال حالت نه دى زېږدلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن