میمنه (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د فاریاب ولایت د استیناف محکمې د جزای دېوان رییس قاضي غلام فاروق نن سهار له جوماته د وتلو پر مهال ناپېژاندو وسله والو وژلی دی.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش یاد خبر تایید کړ او ویې ویل، قاضي غلام فاروق نن سهار له جوماته کور ته پر لار ناپېژاندو موټرسایکل سپرو پر ډزو وژلی دی.
هغه زیاته کړه چې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.
د نوموړي په خبره، تر اوسه د دې پېښې په تور څوک نه دي نیول شوي.
د فاریاب د استیناف محکمې رییس قاضي غلام سخي د قاضي فاروق په ترور اندېښنه څرګنده کړه او له امنیتي او کشفي ارګانونو یې وغوښتل چې د قضیې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن