ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نوره اړتيا نشته چې تنکي ځوانان مو د دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ولاړ شي”

“نوره اړتيا نشته چې تنکي ځوانان مو د دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ولاړ شي”

author avatar
16 Jan 2020 - 10:57
“نوره اړتيا نشته چې تنکي ځوانان مو د دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ولاړ شي”
author avatar
16 Jan 2020 - 10:57

اسعد اباد (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د کونړ ديني عالمان وايي چې اوس په هېواد کې کافي ديني مدرسې شته او اړتيا نه ليدل کېږي چې زده کوونکي تنکي ځوانان دې ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي.

دوى دغه څرګندونې د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ۱۶ خصوصي ديني مدرسو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ په مراسمو کې وکړې.

د کونړ د ديني عالمانو شورا مرستيال مولوي عبيدالله بهاري وايي، په دې ديني مدرسو کې زده کوونکو ته د زده کړو ترڅنګ د هېوادنۍ مينې روحيه هم ورکول کېږي څو ټولنې ته داسې عالمان وړاندې کړي چې هېواد له روانو بدمرغیو وژغوري.

بل ديني عالم مولوي محمد انور وويل چې په اسلام کې د قران کریم ښوونکي او زده کوونکي تر ټولو غوره خلک بلل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه بهترین ټولى اوس د هېواد او دین دښمنانو ډېر بدنام کړي.

د هغه په وينا، په ګاونډيو هېوادونو کې د هېواد او دين دښمنانو له خوا په مدرسو کې داسې ځوانان و روزل شول چې اوس یې خلک له نوم سره نفرت او کرکه لري.

نوموړي د خصوصي مدرسو له عالمانو (ښوونکو) غوښتنه وکړه چې د انسان وژنې پر ځای د انسان جوړونې لپاره کار وکړي، د نفرتونو په لرې کولو کې هڅه وکړي.

بل ديني عالم مولوي سيد ولي الله حنيف وويل، له دې غونډې موخه دا ده چې د خصوصي مدارسو زده کوونکي يو له بل سره وپېژني.

نوموړي د ختیځ زون د جوماتونو او خصوصي مدارسو له اتحادیې غوښتنه وکړه چې د خصوصي مدارسو د يووالي په موخه دغه ډول پروګرامونو ته دوام ورکړي.

د کونړ د ارشاد حج او اوقافو رييس مولوي نورالمعبود احساس وايي، نوره د دې اړتیا نشته چې زده کوونکي د دیني زده کړو لپاره له هېواده بهر د نورو هېوادونو مدرسو ته ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړه، دولت په کور دننه په هر ولایت کې په لسګونو دیني مدرسې جوړې کړې دي.

احساس وويل: ((اوس په کار ده چې خپل جوماتونه او دیني مدرسې پیاوړې کړو او د هغه چا لاسونه لنډ کړو چې زموږ د علماوو او دیني مدارسو کمزوري کولو او اختلافاتو ته لمن وهي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.