ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې د ملي اردو تخنیک برخې دوه کارکوونکي ټپيان کړي

کندهار کې چاودنې د ملي اردو تخنیک برخې دوه کارکوونکي ټپيان کړي

author avatar
16 Jan 2020 - 10:46
کندهار کې چاودنې د ملي اردو تخنیک برخې دوه کارکوونکي ټپيان کړي
author avatar
16 Jan 2020 - 10:46

کندهار ښار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د کندهار ښار عینو مېنې ته څېرمه د ملي اردو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې دوه کسان ټپيان کړي دي.

پېښه نن (د مرغومي ٢٦مه) سهار شاوخوا اته بجې د عنیو مېنې د پکتیا په نوم دروازې ته څېرمه شوې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي اردو د ۲۰۵ قول اردو اړوند د تخنیکي عملې پر موټر هغه مهال د سړک غاړې ماین وچاودېد چې دندې ته پر لاره و.

هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې ۲ تخنیکي کارکوونکي ټپيان شوي او موټر یې زیانمن شوی دی.

دی وايي، ټپيان د قول اردو نظامي روغتون ته رسول شوي او روغتیا یې د ډاډ وړ ده.

د دې پېښې مسوولیت تر دې مهاله چا نه دی منلی.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه چاودنه شوې وه.

د قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت پژواک ته وويل، چاودنه د يوې هټۍ مخې ته شوې چې له امله يې يو پوليس ټپي شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.