کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٨): حکومت وايي، اوربند باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده چې د خلکو او دولت ګډه غوښتنه ده.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د مرغومي په ٢٧مه په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې سوله د افغانستان د دولت، خلکو او د نړيوالو متحدینو اساسي لومړیتوب دی.
هغه زياته کړې: ((تلپاتې او باعزته سولې ته درسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو غوښتنه ده، د اوربند تامین یوازینۍ لاره ده.))
صديقي وايي، هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي.
نوموړى داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې دوى تېره ورځ له امريکايي لوري سره د سولې هوکړه ليک په تړاو خبرې اترې کړي دي.
نوموړي دغه خبرې اترې ګټورې بللي او ويلي دي چې د مذاکراتو دغه لړۍ به څو ورځې دوام وکړي.
د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ دويم پړاو خبرې وروسته له هغه په قطر کې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې چې طالبانو په بګرام کې د امريکا پر سترې پوځې اډې ډله ييز بريد وکړ.
له دغه بريد وروسته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مشرانو سره د اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه مشورې وکړي.
خليلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې په قطر کې دى، خو تر اوسه يې د طالبانو ځواب نه دى ترلاسه کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن