ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: ملت جوړونه د ټولو افغانانو ګډه دنده ده

غني: ملت جوړونه د ټولو افغانانو ګډه دنده ده

author avatar
17 Jan 2020 - 10:43
غني: ملت جوړونه د ټولو افغانانو ګډه دنده ده
author avatar
17 Jan 2020 - 10:43

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني وايي چې د نړۍ مهمې زېرمې په افغانستان کې دي او کولای شي چې هېواد د مسو او اوسپنې پر ستر تولیدونکي بدل کړي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کابل پوهنتون، د پولیتخنیک پوهنتون او افغانستان – امریکایي پوهنتون یو شمېر استادانو، محصلینو او د هیواد څېړونکو او پوهانو سره د ملي هویت بحث په لومړۍ ناسته کې وکړې.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت د جوړې شوې غونډې په پیل کې د ولسمشر ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د ستراتيژیکو او عامه اړیکو ادارې لوی رئیس  وحید عمر له ځوانانو او محصلینو سره د تاریخ، فرهنګ او ملي هویت په اړه د بحثونو لړۍ پیلول د ولسمشر غني نوښت وباله او زیاته یې کړه چې د تاریخ، فرهنګ او ملي هویت په اړه د بحثونو دغه لړۍ به ادامه ولري.

وروسته ولسمشر محمد اشرف غني: ((موږ د یوه ملت په توګه له خپلې پانګې څخه اساسي درک نه لرو او تر څو چې په واضح، علمي او مشخص ډول له خپلې پانګې او بحث څخه درک ونه لرو برنامه ریزي او د لارې نقشه په اساسي ډول نه شو برابرولای.))

ولسمشر غني ټينګار وکړ چې ملت جوړونه د ټولو افغانانو مشترکه دنده ده.

د هیواد ولسمشر څرګنده کړه، شېوه د یوه ملي بحث  انسجام  دی، د غوره طریقو او نوښتونو د انتخاب او ایجاد لپاره تاسې باید د دغه بحث د اداره کوونکي نقش پر غاړه واخلئ.

هغه زیاته کړه، تاسې دا فرصت لرئ چې د معاصر تاریخ لوی نسل شئ، هغه نسل چې افغانستان له بې ثباتۍ څخه ثبات، له فقر څخه هوساینې، له انزوا څخه ارتباط او له انارشۍ څخه باثباته جمهوري نظام  ته ورسوئ.

ولسمشر څرګنده کړه، د نړۍ مهمې زېرمې په افغانستان کې دي چې کولای شي افغانستان د مسو او اوسپنې پر ستر تولیدونکي هېواد بدل کړي.

ولسمشر د ځمکې لاندې اوبو کمبود ته په اشارې وویل، ترڅو چې د ځمکې لاندې اوبه درک نه کړو او د ژورو څاګانو  غیر معیاري کېندنه دوام ومومي راتلونکي نسلونه ترې محرومېږي.

بصير احمد

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.