خوست ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۸): په خوست ښار کې له بېوزلو او غريبو خلکو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ په نوم ديوال جوړ شو.
د مهربانۍ په نوم ياد شوی ديوال په خوست کې د فکري سمون ټولنيز بنسټ په نوم د يوې مدني ټولنې له لوري د ښار د جرګو تالار ترڅنګ د يوې ورځې لپاره جوړ شوی دى.
د ياد بنسټ مشر سليمان بشرمل د مرغومي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سره به له يو شمېر بېوزله خلکو سره د مرستې زمينې برابرولو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د همکارۍ کلتور هم پياوړی شي.
نوموړي له بډايه خلکو وغوښتل، چې له خپلې اړتياو زياتې جامې، لوښي او نور وسايل چې په خپلو کورونو کې يې لري، د مهربانۍ د ديوال له لارې پر بېوزلو او اړمنو خلکو ووېشي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د بنسټ غړو خپله برخه په کې واخيسته او ښاري کمپاين مو پيل کړ او دوکاندارانو او سوداګرو موږ سره مرسته وکړه او نن د جمعې په ورځ مو غريبو کورنیو ته تسليم کړل.))
نوموړي زياته کړه چې د دغه پروګرام په ترڅ کې يې نن ورځ له سلګونو بېوزلو خلکو سره د جامو او د کور د ځينو وسايلو ترڅنګ د نقدي مرستو زمينه هم برابره کړه.
د ياد ديوال يو بل تنظيمونکي نسيم جان ملګري وويل، چې د دا ډول پروګرامونو د جوړيدو په مرسته کولای شي، په دې برخه کې د بډايه خلکو او خيريه بنسټونو پاملرنه را جلب کړي.
نوموړي له دولت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروړاندې د خيريه ټولنو او بډايه خلکو په همکاري دا ډول پروګرامونو ترسره کړي.
هغه وويل: ((د دا ډول ديوالونو جوړول په ټولنه کې مثبت پيغام لري، د بېوزلۍ د کچې د کابو کولو لپاره اړين دي او د دې ترڅنګ شتمن خلک دې ته هڅوي، چې له بېوزلو سره مرسته وکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن