کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٨): د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي چې دوى تېره ورځ له امريکايي لوري سره د سولې هوکړه ليک په اړه خبرې اترې کړي دي.
د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې پرون د طالبانو استازو د زلمي خليلزاد په مشرۍ له امريکايي پلاوي سره د سولې هوکړه ليک په اړه خبرې اترې کړي دي.
ده زياته کړه چې طالبانو د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د چهار شنبې په ورځ هم له امريکايي لوري سره په دې تړاو خبرې کړې وې.
نوموړي دغه خبرې اترې ګټورې بللي او ويلي دي چې د مذاکراتو دغه لړۍ به څو ورځې دوام وکړي.
بل لورته د افغانستان د سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ دويم پړاو خبرې وروسته له هغه په قطر کې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې چې طالبانو په بګرام کې د امريکا پر سترې پوځې اډې ډله ييز بريد وکړ.
له دغه بريد وروسته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مشرانو سره د اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه مشورې وکړي.
خليلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې په قطر کې دى، خو تر اوسه يې د طالبانو ځواب نه دى ترلاسه کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن