کابل (پژواک، ۲۸ مرغومى ٩٨): د ولسمشر ویاند وایي چې تراوسه د تاوتریخوالي د کمولو یا اوربند په اړه کوم پرمختګ نه دی شوى او که طالبان د اوربند وړاندیز ونه مني، د سولې هڅې به بې پايلې شي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي نن په خبري غونډه کې کابل کې وویل، اوربند، باعزته او تلپاتې سوله د خلکو او دولت ګډه غوښتنه ده. د سولې خبرو له پيله د افغانستان حکومت او خلکو د اوربند د ټينګښت غوښتنه کړې، خو تراوسه یې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
د ده په وینا، د دې ترڅنګ چې د افغانستان خلکو ته د تاوتريخوالي کمول نه دي تعريف شوي، هغوى د تاوتریخوالي کموالى نه، بلکې د تاوتریخوالي له منځه وړل، تلپاتې او سراسري اوربند غواړي.
صديقي وايي: "جګړه او د جګړې دوام د خلکو په ګټه نه ده او هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي."
ده هيله څرګنده کړه چې د طالبانو پلاوي به له خپلو مشرانو سره تر خبرو وروسته د اوربند کولو وړانديز منلى وي او د افغانستان له حکومت سره به بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
دى زياتوي: "که چېرې طالبان د اوربند وړاندیز ونه مني، د سولې هڅې به پایلې ته و نه رسیږي."
د حکومت وياند داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي و چې دوى وړمه ورځ له امريکايي لوري سره د سولې هوکړه ليک په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ دويم پړاو خبرې وروسته له هغه په قطر کې له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې چې طالبانو په بګرام کې د امريکا پر سترې پوځې اډې ډله ييز بريد وکړ. تر دغه بريد وروسته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مشرانو سره د اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه مشورې وکړي.
خليلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې په قطر کې دى، خو تر اوسه يې د طالبانو ځواب نه دى ترلاسه کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن