خوست ښار- ترينکوټ (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۸): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست او اروزګان ولايتونو کې د هوايي بريدونو له امله اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته بې پيلوټه الوتکې د دغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د فقيرانو نيازیو په سيمه کې پر وسله والو طالبانو بريد کړى دى.
سرچينه وايي چې په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د خانم الدين په نوم د سيمې يوه قومي مشر بیا پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان په کرونده کې ناست وو چې بې پيلوټه الوتکې پرې بريد وکړ او ځای پر ځای ووژل شول.
هغه دا ونه ويل چې وژل شوي کسان څوک او په کومې ډلې پورې اړه لري.
دغه راز د ملي دفاع وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروزګان د مرکز اړوند سیمو کې کومانډو ځواکونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې څلور طالبان وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې ١٠٠ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او دوه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن