ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې درې پاڅونوال او شپږ طالبان وژل شوي

ننګرهار کې درې پاڅونوال او شپږ طالبان وژل شوي

author avatar
18 Jan 2020 - 14:41
ننګرهار کې درې پاڅونوال او شپږ طالبان وژل شوي
author avatar
18 Jan 2020 - 14:41

جلال اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۸):  چارواکي وايي، د ننګرهار په مومنددرې او خوږياڼو ولسواليو کې د وسله والې نښتې او ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان او درې ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دغه راز يې دوه طالبان یې په ټپي حالت کې نيولي او د هغوی د وسلو دوه زېرمې يې هم له منځه وړې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په هزارناو سيمه کې د ولسي پاڅونوالو پر يوه پوسته بريد کړی و چې د پاڅون کوونکو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

دی وايي، په دې دوه اړخيزه نښته کې درې پاڅونوال او يو وسله وال طالب وژل شوي او دوه نور وسله وال په ټپي حالت کې ژوندي نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د يو سرګروپ په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژلي دي.

د ۰۲ په نوم د دغو ځانګړو ځواکونو له لوري پژواک اژانس ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه يې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند په بيټني سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو پټنځای ځانګړي عمليات کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې عملياتو کې د يو سرګروپ په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او د هغوی د وسلو د دوو ډيپوګانو په ګډون يې ډېر مهمات له منځه وړل شوي دي.

د دغو ځواکونو په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې ياد وسله وال طالبان په جلال اباد ښار کې د يو خونړي بريد لپاره په پلان جوړولو مصروف وو چې موخې ته له رسېدو مخکې له منځه يووړل شول.

په خپرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې په دغو عملياتو کې ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د دغو دواړو پېښو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.