ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۶ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

author avatar
18 Jan 2020 - 20:29
author avatar
18 Jan 2020 - 20:29

کندهار (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۸): د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۶ پولیس له خپلو وسلو او وسایطو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د زابل ولایت یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په مرکز کې مېشت پولیس ۱۶ تنه پولیس له خپلو ۳۰ میله وسلو او ۳ وسایطو سره یو ځای وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دغه سرچینه وايي، دغه پولیس له هغه وروسته تسلیم شول چې طالبانو ورباندې برید وکړ او په جګړه کې يې ۳ نور ملګري ووژل شول.

د یادې شوې سرچینې په حواله، دغو پولیسو ته له تېرو څو ورځو راهیسې اکمالات نه وو شوي.

بل خوا وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ارغنداب ولسوالۍ نوی مرکز یې نیولی چې په دې وروستیو کې دغه ځای ته لېږدول شوی و.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، ۱۶ تنه پولیس او د هغوی دوه قوماندانان دوی ته تسلیم شوي دي.

حکومتي چارواکي رسماً په دې اړه څه نه وايي.

زابل د هېواد په سوېل کې له ناامنه ولایتونو دی چې په یو شمېر برخو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.