ایبک(پژواک، ۲۸ مرغومى ۹۸): د سمنګان د مرکز اړوند دلخکي کوتل کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی او ۶ نور ټپیان دي.
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتی مسوول منیر رحیمي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې، یو کرولا ډوله موټر چې له بلخ ولایت څخه د سمنګان پر لور روان و، له یوه بل کرولا ډوله موټر سره چې له مقابل لوري په حرکت کې و، ټکر وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې ددغې پېښې یو مړی او شپږ ټپیان یې د سمنګان ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.
د یاد روغتون یوه مسوول ډاکتر مُقبل عزیزي وویل،له ټپیانو څخه یو کس چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی، د لا ښې درملنې لپاره د بلخ حوزوي روغتون ته وړل شوی دی.
نوموړي د جزیياتو له ورکولو پرته وویل چې ټپیان د سمنګان او پروان ولایتونو اوسېدونکي دي او هغه کس چې مړ شوی، د سمنګان اوسېدونکی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د سمنګان د حضرت سلطان په شورقول سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې، څلو کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن