د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانیو ارزښت لوړ او د وریجو بیه راټیټه شوې ده

د افغانیو ارزښت لوړ او د وریجو بیه راټیټه شوې ده

Jan 18, 2020 - 15:18

 

 کابل (پژواک، ٢٨مرغومی ۹۸): نن د تېرې اوونۍ په نسبت په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت ټیټوالي ترڅنګ د وریجو او ګاز بیې رالوېدلې خو د بورې بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېرلو ارزښت ۷۶،۷۰ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۳ افغانۍ بدلېږي.

د مرغومي په ۲۱مه د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۸،۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۸ افغانۍ بدلېدې.

د کابل ښار د شهزاده سرای د ځینو صرافانو په وینا، په سرحدي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلدارې بندیز، د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ لوړېدو ستر لامل دی.

د یادونې ده، د روان کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان حکومت په یو شمېر سرحدي (خوست، ننګرها، لغمان او پکتیا) ولایتونو کې د افغانیو د ترویج په موخه د کلدارې د راکړې ورکړې پر وړاندې کمپاین پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ځیني هغه ولایتونه چې د ډیورڼډ کرښې په اوږدو پراته دي، ډېری له پاکستانۍ کلدارو او هغه ولایتونه چې له ایران سره سرحد لري، له ایراني تومانو ګټه اخیستل کېږي.

د مرغومي په لومړیو کې یو امریکایي ډالر په ۷۸،۱۵ افغانۍ پېرل کېده او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.

په خوراکي توکو کې بیا د وریجو بیه راټیټه شوې خو د بورې هغه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د منډوي بازار یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بورې بیه له ۱۹۵۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د بورې د بیې له لوړوالي سره، په کابل ښار کې هم د هغې بیه لوړه شوې ده.

خو ده وویل چې نن د تېرې اوونۍ په نسبت ۲۴ کیلويي عمده قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلویي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو پرچون توکو د پلور بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلويي پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د مایع ګاز بیه هم لږ راټیټه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت، د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۹۵ څخه ۹۰ افغانۍ او د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې تر ۸۵ افغانۍ راټیټه شوې ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د مایع ګاز بیه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.

د پژواک خبري اژانس د خپاره شوي راپور له مخې، د روان کال په مرغومي میاشت کې یوه کیلو مایع ګاز په ۶۵ افغانۍ پلور کېده.

خو د تېلو بیو بدلو نه دی موندلی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۵۰ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۸ افغانۍ پلوري.

د رانې اووني په پیل کې، د سرو زرو په بیو کې هم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د مریم لېسې بازار د سرو زرو یوه پلورونکي بصیر احمد وویل چې نن لکه تېره شنبې په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زر بیه ۳۱۵۰ او د یوګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement