ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانیو ارزښت لوړ او د وریجو بیه راټیټه شوې ده

د افغانیو ارزښت لوړ او د وریجو بیه راټیټه شوې ده

author avatar
18 Jan 2020 - 15:18
د افغانیو ارزښت لوړ او د وریجو بیه راټیټه شوې ده
author avatar
18 Jan 2020 - 15:18

 

 کابل (پژواک، ٢٨مرغومی ۹۸): نن د تېرې اوونۍ په نسبت په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت ټیټوالي ترڅنګ د وریجو او ګاز بیې رالوېدلې خو د بورې بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېرلو ارزښت ۷۶،۷۰ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۳ افغانۍ بدلېږي.

د مرغومي په ۲۱مه د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۸،۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۸ افغانۍ بدلېدې.

د کابل ښار د شهزاده سرای د ځینو صرافانو په وینا، په سرحدي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلدارې بندیز، د ډالر او پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د افغانۍ لوړېدو ستر لامل دی.

د یادونې ده، د روان کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان حکومت په یو شمېر سرحدي (خوست، ننګرها، لغمان او پکتیا) ولایتونو کې د افغانیو د ترویج په موخه د کلدارې د راکړې ورکړې پر وړاندې کمپاین پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ځیني هغه ولایتونه چې د ډیورڼډ کرښې په اوږدو پراته دي، ډېری له پاکستانۍ کلدارو او هغه ولایتونه چې له ایران سره سرحد لري، له ایراني تومانو ګټه اخیستل کېږي.

د مرغومي په لومړیو کې یو امریکایي ډالر په ۷۸،۱۵ افغانۍ پېرل کېده او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.

په خوراکي توکو کې بیا د وریجو بیه راټیټه شوې خو د بورې هغه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د منډوي بازار یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بورې بیه له ۱۹۵۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د بورې د بیې له لوړوالي سره، په کابل ښار کې هم د هغې بیه لوړه شوې ده.

خو ده وویل چې نن د تېرې اوونۍ په نسبت ۲۴ کیلويي عمده قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلویي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.