ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکو د برېښنا بيې د عادلانه ټاکلو غوښتنه وکړه

د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکو د برېښنا بيې د عادلانه ټاکلو غوښتنه وکړه

author avatar
18 Jan 2020 - 16:59
د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکو د برېښنا بيې د عادلانه ټاکلو غوښتنه وکړه
author avatar
18 Jan 2020 - 16:59

مزارشريف ( پژواک، ۲۸مرغومی ۹۸): د مزارشريف ښار د بېلابېلو ناحيو يو شمېر اوسېدونکي د اعتراض په ډول د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو او په هېواد کې يې د برېښنا قيمت د عادلانه ټاکلو غوښتنه وکړه.

د مزارشريف دغو اوسېدونکو د مرغومي په ۲۸مه، د يوې غونډې پر مهال وويل چې د برق د دوامدارې پارچوۍ له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د يادو اعتراض کوونکو له ډلې د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي فضل الحق پژواک ته وويل، چې دوی په مزارشريف کې د برېښنا قيمت د لوړوالي له امله د اعتراض په ډول راټول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې بلخ له ازبکستان سره په ګاونډ کې پروت دی؛ خو بيا هم د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په پرتله دغلته د برېښنا قيمت شاوخوا پنځوس سلنه زيات دی.

نوموړي وويل: (( جوزجان کې د يو کيلو واټ برېښنا بيه ۳ افغانۍ ده په کابل کې دوه نيمې افغانۍ ده؛ خو په مزارشريف کې دغه قيمت له شپږ افغانيو زيات دی، دا څنګه عدالت دی، ولې قانون په ټولو يو شان نه پلی کېږي.))

د هغه په خبره، که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ور نه کړل شي؛ نو خپل اعتراضونه به پراخه کړي.

د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي محمد هاشم پژواک ته وويل، حکومت بايد په ټول هېواد کې په يو ډول قانون پلی کړي.

د هغه په وينا، سره له دې چې د مزارشريف ښار وارداتي برېښنا له ازبکستان څخه اخيستل کېږي؛ خو بيا هم د نورو ولايتونو په پرتله  نيم په نيمه يې قيمت لوړ دی.

نوموړی وايي، چې د برېښنا د بيو د لوړوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکي وويل: (( موږ نه پوهېږو، چې حکومت د کوم قانون له مخې د برېښنا تعرفې محاسبه کړې دي، چې د مزار بيلونه په کې څو چنده قيمته دي، دا حالت د زغملو نه دی او حکومت بايد دې برخې ته بيا کتنه وکړي.))

په ورته مهال د بلخ برېښنا شرکت وايي، چې د خلکو دغه غوښتنې يې د افغانستان برېښنا عمومي شرکت سره شريکې کړي او ژر به په دې برخه کې اقدام وشي.

د بلخ د برېښنا شرکت رييس انجنير حميدالله حميدي پژواک ته وويل، چې د برېښنا د بيو يوه داسې تعرفه چمتو شوې، چې له مخې به يې په ټول افغانستان د برېښنا قيمتونه په مساوي ډول وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.