ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار دیني عالمان: سوله دې د شریعت له حکمونو سره سمه وشي

د ننګرهار دیني عالمان: سوله دې د شریعت له حکمونو سره سمه وشي

author avatar
18 Jan 2020 - 14:55
د ننګرهار دیني عالمان: سوله دې د شریعت له حکمونو سره سمه وشي
author avatar
18 Jan 2020 - 14:55

جلال اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۸): د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو په هېواد کې د سولې لپاره له روانو هلو ځلو ملاتړ ښودلی او هيله يې څرګنده کړې چې دا سوله دې د شريعت مطابق وي او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې باید ورسره زيانمنې نه شي.

دوی دغه راز په هرات کې د يو ديني عالم له لوري د اسلام مطابق د ځينو پرېکړو کولو ملاتړ هم کړی او د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې يې د قوم له لوري په ودونو کې پر موسقۍ د بنديز پرېکړه هم وستايله.

دغه ديني عالمان د ننګرهار د ديني عالمانو شورا تر چتر لاندې د ننګرهار د ولايتي شورا په انګړ کې د مرغومي په ۲۸مه راټول شوي وو.

دوی په يو درې ماده ييز پرېکړه ليک کې هم له دغو درېیو مسئلو ملاتړ څرګند کړ او پر نورو هېوادوالو يې هم غږ وکړ چې د يادو چارو ملاتړ وکړي.

په هرات ولايت کې يوه ديني عالم په دې وروستيو کې پرته له حجابه د ښځې ګرځېدل د اسلام له اصولو خلاف کار ياد کړ او پر خپلو پلويانو يې غږ وکړ چې د منکراتو مخنيوی وکړي او که هر څوک سرغړونه کوي اسلامي حد دې پرې جاري کړي.

دغه راز له تېرو څو مياشتو راهيسې د ننګرهار د شينوارو زون په پنځو ولسواليو کې قوم تړه کړې چې هېڅوک به په ودونو کې موسيقي نه غږوي او که هر څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي قوم ته به ۵۰ زره افغانۍ ناغه ورکوي.

د ننګرهار د علماوو شورا وياند مولوي عبدالبصير حقاني وويل،  دوی په دې موخه راټول شوي چې د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ څرګند کړي او دغه راز په هرات کې د يو ديني عالم له لوري په منکراتو او ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د قوم له لوري پر موسيقۍ د بنديز ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه: ((سوله قراني حکم هم دی، جنګ بربادي ده، په جنګونو کې انسانان، حيوانات او نباتات ټول زيانمنېږي، موږ علماء سوله غواړو، داسې سوله چې په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې زيانمنې نه کړي او د اسلامي شرعيت خلاف نه وي.))

د کوټ ولسوالۍ د ديني عالمانو د شورا مشر مولوي کريم الله هم د سولې په اړه خبرې وکړې او دا يې د اسلام، قران او شرعيت غوښتنه وبلله.

ده وويل: ((سوله د ټولو عالمانو غوښتتنه ده، د ولس غوښتنه ده او د هغو کونډو او يتيمانو غوښتنه ده چې په جګړو کې بې سرپرسته شوې دي، چې جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي موږ خوشاله يو.))

د شينوارو د شپږو ولسواليو د ديني عالمانو شورا مشر مولوي الله محمد مجيدي هم د سولې ملاتړ او ټينګار يې وکړ چې د منکراتو مخنيوی د حکومت ترڅنګ د ديني عالمانو او ولس ګډ کار دی.

هغه وويل اوس چې د سولې لپاره وسله والو طالبانو، افغان حکومت، امریکا او افغان ولس چمتو شوي نو هيلې شته چې سوله راتلونکې ده خو بايد د ولس ګټې په کې زيانمنې نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.