ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې رييس: طالبان په غزني کې د ښوونځيو جوړولو مخنیوی کوي

author avatar
18 Jan 2020 - 12:07
author avatar
18 Jan 2020 - 12:07

غزني ښار (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٨): د غزني د پوهنې رياست وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې ښوونځيو د جوړلو مخه نيولې چې له امله يې زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي، خو طالبان بيا وايي د هغو ښوونځيو د جوړولو مخه نيولې چې په خراب کيفيت سره جوړيږي.

د غزني د پوهنې رييس مُحب الله انصار د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پلان يې درلود چې سږ کال د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ١١٣ ښوونځي جوړ کړي خو د طالبانو  له کلک مخالفت سره مخ شوي دي.

د انصار په وينا، دغه ښوونځي شته خو يواځې د ودانيو د نه شتون له امله يې زده کوونکي د ژمي په سړې هوا او د دوبي په ګرميو کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړى وايي: ((په هغو سیمو کې چې طالبان حاکم دي، هېڅ اجازه نه راکوي چې هلته ښوونځي جوړ کړو، په دې برخه کې موږ زیاتې منډې هم وکړې، د خلکو قومي مشرانو له لوري هم هلې ځلې وشوې، خو دا ستونزه حل نه شوه.))

هغه زياته کړه چې په ګېرو ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي چارې ٥٠ سلنه بشپړې شوې وې، د سيمې يو شمېر خلک طالبانو ته ورغلي چې د دوى په سيمه کې هم د ښوونځي جوړلو ته اجازه ورکړي، طالبانو  سره له دې چې اجازه يې نه ده ورکړې د هغه بل ښوونځي چارې يې هم بندې کړي دي.

دغه راز د غزني د يوې ولسوالۍ د پوهنې مدير د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په سيمه کې څو ځلې له طالب چارواکو سره ليدلي او د ښوونځيو جوړولو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي خو هغوى اجازه نه ورکوي.

دى وايي: ((هر ځل مې چې ورسره خبرې کړې، راته سپکې سپورې یې ويلې او د ښوونځيو جوړولو اجازه يې نه ده راکړې، راته يې وويل که ډېر شله يې نو بيا دې بندي کوو، هېڅ ښوونځي مه جوړوئ، د خلکو اولادونه چې لمر وهي نو بيا دې ښوونځي ته نه ځي.))

دغه مدير زياتوي چې خلک په مياشت کې يو ځل يا دوه ځلې ورته مراجعه کوي او ورنه غواړي چې ښوونځي جوړ کړي خو طالبانو يې مخه نيولې او اجازه نه ورکوي.

بلخوا د غزني اوسېدونکي هم له طالبانو غواړي چې حکومت ته اجازه ورکړي څو د دغه ولايت د ټولو سيمو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

د غزني ښار يوه قومي مشر نادرخان ګيرووال پژواک ته وويل چې د ښوونځيو جوړول نه د حکومت او نه هم د طالبانو پر زيان دي.

دى وايي: ((په کومو سيمو کې چې ښوونځي جوړېږي، د هغې سيمې خلک پر خپلو پښو درېږي او د هېواد له جوړولو سره همکاري کوي چې دغه کار نه طالب ته زيان کوي او نه هم حکومت ته.))

نوموړي پر حکومت هم نيوکه وکړه، په کومو سيمو کې چې ښوونځي شته، زده کوونکي يې د درسي موادو ترڅنګ د تجهيزاتو له کمښت سره هم مخ دي.

دغه راز د ده يک ولسوالۍ د شهيد عبدالمتين لېسې يوه زده کوونکي محمد اشرف پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې په داسې ځاى کې زده کړې کوي چې هېڅ مناسب نه دى.

هغه وايي: ((زموږ مکتب ډېر زوړ دى، يعنې يو پخوانى کور دى، زياتره دېوالونه يې پرېوتي دي، د مکتب جوړولو لپاره پيسې راغلې وې، خو طالبانو اجازه ورنه کړه چې ودانۍ ورته جوړ کړي.))

د ده معلوماتو له مخې، ډېرى وخت د باد او باران په ورځو کې زده کوونکي زده کړو ته نه حاضرېږي، ځکه د ښوونځي حالت ډېر بد وي او د ناستې لپاره ځاى په کې نه وي.

ده زياته کړه: ((کله نا کله طالبان زموږ ښوونځي ته راځي او زموږ کتابونه چک کوي او راته وايي چې ديني مدرسې ووايئ او د دين په اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ.))

د نوموړي په وينا، د ولسواليو ټول خلک دومره اقتصادي توان نه لري چې خپل کورونه ښار ته بوځي او هلته پر خپلو بچيو درسونه و وايي.

همدارنګه په غزني کې د يوه زده کوونکي پلار محمد عالم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او نه هم په ښه کيفيت زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي.

هغه وايي: ((ښوونځي ودانۍ نه لري، درسونه يې سم نه دي، استادان ډېر وخت نه وي، شاګردانو هم چندان زړه درس ته نه کېږي، نو د دې ماشومانو راتلونکى به څه شى شي.))

نوموړى زياتوي چې کور يې په ولسوالۍ کې دى خو په ښار کې هټۍ لري او هره ورځ خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښار ته راولي.

ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې حکومتي مسوولينو ته اجازه ورکړي څو د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

خو بل لور ته طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د هغو ښوونځيو جوړولو ته اجازه نه ورکوي چې حکومت يې په خراب کيفيت جوړوي او فساد په کې کوي.

نوموړى زياتوي چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر ښوونځي د حکومت له لوري په خراب کيفيت سره جوړ شوي نو ځکه يې دوى اوس د جوړولو مخه نيولي ده.

د يادونې ده، په غزني کې نږدې شپږ سوه ښوونځي دي چې څلور سوه زره زده کوونکي په کې زده کړې خو نيمايي ښوونځي يې بيا ودانې نه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.