د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د کابل د پوهنې رياست د لغوه کولو ګواښ وکړ

ولسمشر غني د کابل د پوهنې رياست د لغوه کولو ګواښ وکړ

Jan 18, 2020 - 17:11

 کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني سربېره پردې چې د کابل ښار له واټونو د موانعو لرې کېدو لارښوونه وکړه، ګواښ وکړ، که د کابل د پوهنې رياست د زده کوونکو د ځورونې د مخنيوي په اړه لاس په کار نه شي، رياست به يې لغوه شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بحث په څلورمه ناسته کې نن له غرمې مخکې د شپږمې، اوومې او دیارلسمې ناحیو اوسېدونکو نظریات، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينه زياتوي، په سلام خانې ماڼۍ کې له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په نننۍ غونډه کې محمد امین غیرت د پوهنې او ځوانانو، مولوي عبدالرحمن د علماء کرامو، سیماګل جمالي د ښځو، انجنیر خوشحال یاري د ګذر وکیلانو، محمدعارف حیدري د اصنافو او قومي  مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهور رئیس غني څخه له دې امله چې د ارګ دروازه یې د خلکو پرمخ پرانیستې او د خلکو ستونزې مخامخ له دوی څخه اوري، مننه وکړه.

یادو ویناوالو د ښاري ترانسپورټ، فرعي سړکونو او کوڅو د پخولو، د څښاک اوبو، ناامنۍ، روغتیا، د کثافاتو ټولولو، د ځمکو غصب د مخنیوي، د زده کړو د کیفیت، د برېښنا، ژوند چاپیریال، د ښځو د ستونزو او حقونو، د شنې ساحې او پارکونو د نشتوالي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د سون توکو د بیو د لوړوالي، د شاه توت بند جوړولو، د نشه یي توکو د مخنیوي، د سړکونو او کوڅو د موانعو د لرې کولو، د جرایمو د مخنیوي او د جوماتونو د رسمي کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

جمهور رئیس غني د یادو ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د نورو ستونزو د حل ترڅنګ به د کابل امنیت کې سراسري بدلون او ملي پولیسو کې اساسي اصلاحات راشي. له ملي پولیسو څخه د خلکو وېره باید پر باور بدله او کابل مصئون شي، ځکه له دې پرته دا بشري او طبیعي پانګه ضایع کېږي.

نوموړي د خلکو جمعي قضاوت بېساری او تشخیص یې پرځای وباله او ويې ویل: "ستاسو تشخیص زما لار نقشه ده، ستاسو وړاندیزونه او نظریات په پلان او برنامو بدلېږي، ستاسو له همکارۍ پرته د کابل د ناامنۍ او نورې ستونزې نه حلېږي."

ده څرګنده کړه، د کابل د مسوولینو اقدامات کافي نه دي، دوی باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې شته ستونزې حل او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.

هغه په پلاني ساحو د غیرپلاني ساحو بدلولو، مناسب چاپیریال رامنځته کولو او د استملاک برخه کې د خلکو ملاتړ مهم وباله او ویې ویل، په دې برخو کې د نظم او سیستم په رامنځته کولو سره به د کابل ښار عایدات لس برابره زیات شي.

غني وویل، له لمریزې برېښنا څخه د ګټې اخیستنې زمینه باید برابره شي او د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې په درې اوونیو کې د برېښنا برخه کې شته، په ځانګړي ډول د بیلونو ستونزه په اساسي توګه حل او مدیریت کړي.

 هغه زیاته کړه، د موبایل د لګښت په څېر باید هر څوک  د برېښنا په خپل لګښت پوه شي. د برېښنا په برخه کې دولتي مقاماتو ته پر نورو خلکو ترجیح ورکول د منلو نه ده.

د ده په وينا، د ښځو ستونزې فرهنګي او پېچلي اړخونه لري، د تشخیص او حل لپاره به یې له ښځو سره ځانګړې غونډه وشي.

محمد اشرف غني د کابل ښار د پوهنې رئیس ته لارښوونه وکړه، چې که په څلورو اوونیو کې د ښوونځیو په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره منظم پلان برابر نه کړي، نو ریاست به یې لغوه شي.

هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو پلورونکي هم د تروریستانو په څېر د خلکو وژونکي دي او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.

ولسمشر د کابل والي، ښاروال او امنیه قوماندان ته له واټونو او کوڅو څخه د موانعو د لرې کېدو لارښوونه وکړه.

هغه زیاته کړه، کابل سیند مدیریت کېږي، شېردروزاه په ملي پارک بدلېږي او د کابل شنه ساحه کې اساسي بدلون راځي.

غني د غاصبانو د نوملړ خپرولو،  ممنوع الخروج اعلانولو او څارنوالۍ ته په معرفي کولو کې د خلکو ملاتړ او همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، په راتلونکو شپږو میاشتو کې باید کابل ښاریان په خپلو سیمو او ناحیو کې حداقل شپږ مهم پرمختګونه لمس کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement